جمهوررئیس غني: کورنیو چارو وزارت کې مداخله باید صفر شي

جمهوررئیس غني: کورنیو چارو وزارت کې مداخله باید صفر شي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان محمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمۍ د یوولسمې دورې فراغت غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

د هیواد جمهوررئیس د امنیت د تامین په برخه کې د ملي پولیسو دوامدارې قربانۍ وستایلې وې ویل، موږ د شهیدانو کورنیو هر اړخیزې رسېدنې ته ژمن یوو، زموږ پولیسو په شهادت سره بار بار ثابته کړې چې غښتلې ملي او اسلامي روحیه لري.

جمهوررئیس د شهید ستر پاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمۍ څخه ۴۵۵ تازه فارغ شویو افسرانو ته د مبارکۍ ترڅنګ هغوی ته په خطاب کې وویل، تاسو هر یو د ملي ارادې ممثل یاست چې د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي د دې مقدسې خاورې دفاع کوئ. هغه زیاته کړه، تر دې وروسته تاسو فرد نه، بلکې د قانون د حاکمیت ځواک یاست.

د هیواد جمهوررئیس د ملي پولیسو دنده مهمه او ستونزمنه وبلله وې ویل، ملي پولیس له خلکو سره دوامدار کار کوي، د خلکو خوښي او ناخوښي د پولیسو له کفایت او چلند څخه سرچینه اخلي. هغه زیاته کړه، پر پولیسو باور باید تر دې کچې وي چې کله افغان ماشوم له ستونزې سره مخ کېږي، پولیس ته مراجعه وکړي. هر افغان باید د پولیس په کړو وړو کې د قانون اقتدار ، ښه چلند او اخلاق وویني.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، واضح اړتیا ده ملي پولیس چې په تېرو اتلسو کلونو کې جګړې ته سوق شوي وو، بېرته خپلې اصلي دندې ته چې د قانون د حاکمیت تطبیق دی، سوق شي. هغه همداراز امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه، ټولې هغه دندې چې پر پولیسو تحمیل شوې دي، بیاکتنه دې پرې وشي.
جمهوررئیس په ټینګار وویل، په کورنیو چارو وزارت کې مداخلې باید صفر ته ورسېږي، هیڅوک حق نه لري  د دې وزارت په کاري چارو کې مداخله وکړي. هغه په ټینګار وویل، د قانون د تطبیق په برخه کې د دولت ټوله دستګاه د ملي پولیسو ملاتړې ده، خو د دې ملاتړ په بدل کې له خپلو پولیسو د خلکو د حقونو تامین غواړو.

جمهوررئیس همداراز د کورنیو چارو وزارت مسوولینو ته څرګنده کړه، د شهید ستر پاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمي هر اړخیزې پانګونې ته اړتیا لري او د افسرانو کاري چاپېریال باید له تعصب، فساد او بې باورۍ څخه پاک وي.  

د کورنیو چارو وزارت سرپرست محمد مسعود اندرابي په دغو مراسمو کې نويو فارغ شویو افسرانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمۍ د دې دورې ټول فارغان په کابل ولایت په ځانګړې ډول په دوو حوزو او یو ولسوالۍ کې استخدام شوي دي.

ښاغلي اندرابي د جرایمو د کموالي په موخه اقداماتو ته په اشارې وویل، له جرایمو سره د مبارزې نوی طرزالعمل او د حوزو نوی کاري طرازالعمل معرفي شوی او ترڅنګ یې د کابل امنیتي پلان د پیاوړتیا په خاطر د کورنیو چارو وزارت له قرارګاه څخه ۱۲۰۰ تنه توظیف شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست دغه راز د پولیسو د مسلکي کېدو او تعلیماتو، کدري چارو ته د رسیدګي، د پولیسو ملاتړ او د پولیسو شهیدانو کورنیو ته رسیدګي په برخو کې د دغه وزارت کړنې او پروګرامونه هم بیان کړل.

دغه راز، د کورنیو چارو وزارت د تعلمیاتو او پرسونل معین مل پاسوال عبدالجبار پردلي وویل، د شهید ستر پاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمۍ له جنایي، د محابسو ادارې، ترافیکو، لوژسیتک، سرحدي او امنیتي برخو څخه ۴۵۵ ځوان فارغ شوي افسران د هېواد خدمت ته جوګه دي.

په دغو مراسمو کې د جمهوررئیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د شهید ستر پاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمۍ یولسم دور  ۵ تنو ممتازو فارغانو ته د غازي میربچه خان دولتي مډال د ورکړې په اړه فرمان ولوست او جمهوررئیس غني ورته مډالونه ورکړل.