جمهوررئیس غني د کندهار متنفذینو او مشرانو سره وکتل

جمهوررئیس غني د کندهار متنفذینو او مشرانو سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د کندهار ولایت یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره په ارګ کې وکتل.

په پیل کې محمود کرزي، شېرین اقا قریشي او د کندهار د ولایتي شورا رئیس سیدجان خاکرېزوال د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال د کندهار د لوی ویالې د خلکو د څښاک اوبو د ستونزې د حل او نورو پروژو له امله له جمهوررئیس څخه مننه وکړه.

یادو ویناوالو همدارنګه د پوهنې د برخې په ځانګړي ډول د ښوونکو او کتابونو د کمبود، د عینو مېنې د قبالو اود تاجرانو ستونزې له جمهوررئیس سره شریکې کړې او په هرات کې د ودرول شویو کانتینرونو د ستونزې د حل غوښتنه یې وکړه.

جمهوررئیس غني د کندهار مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، په کندهار کې به انکشافي پروژې یوه په بلې پسې تطبیق شي  او حکومت به د عینو مېنې د قبالو ستونزې وڅېړي او د قانون په رڼا کې به اقدام وکړي. هغه زیاته کړه، مالیې او ټرانسپورټ وزارتونه  دې په هرات کې د ودرول شویو کانتینرونو ستونزې د حل په موخه خپل وړاندیزونه له جمهوري ریاست سره شریک کړي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، د لوی کندهار په ګډون د ټول هیواد په کچه معارف ته اساسي توجه کېږي او په دې برخه کې شته ستونزې به حل شي. هغه زیاته کړه، سپین بولدک به د پانګونې په پایله کې په وچ بندر او انکشافي ساحه بدل شي.

د هیواد جمهوررئیس وویل، د مهم لومړیتوب په توګه د اوبو په مدیریت باندې تمرکز او پانګونه کېږي. دکجکي بند لوړولو سره به یو میلیارد مترمکعب نورې اوبه هم زېرمه شي او ترڅنګ به یې له تخنیکې مطالعاتو وروسته په موسی کلا کې یو بل بند هم جوړ شي.