د باختر افغان هوايي شرکت د فعالیت بیاپیلولو پروژې په ګډون؛ ۲۸ تدارکاتي موضوګانې منظور شوې

د باختر افغان هوايي شرکت د فعالیت بیاپیلولو پروژې په ګډون؛ ۲۸ تدارکاتي موضوګانې منظور شوې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور  رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام  په ارګ کې جوړه شوه.

ملي تدارکاتوکمېسیون پر ۲۹ تدارکاتي موضوګانو د بحث په پاېله کې له څلور نیم میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۲۸  تدارکاتي موضوګانې د اریانا افغان هوایي شرکت اړوند؛ د باختر افغان هوایي شرکت د فعالیت بیا پېلولو او پانګونې  طرحې د وړاندیز په ګډون، منظور شوې.

دېته ورته ملي تدارکاتو کمېسیون  د یو شمېر پروژو د تعدیل وړاندیزونه هم منظور کړل.

بل پلو، د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې اړوند؛ د پکتیا ولایت مقام د مېلمستون د دوه پوړیزې ودانۍ د ودانیزو چارو، برېښنا، اوبو رسولو او کانالیزاسیون د برخو د تړون د وخت د تمدید وړاندیز؛ اړوندې ادارې ته بېرته ولېږدول شو. د یادې پروژې د کار په تړاو جمهور رئیس غني ټینګار وکړ چې د ټولو پروژو کارونه باید پر ټاکلي وخت ترسره او باید د پروژو د ځنډ او خنډ مخنیوی وشي.

همداراز له اجنډا سره سم په غونډه کې د کمېسیون غړو د دې کمېسیون د پخوانیو پرېکړو د لارښوونې د تحقق پر  راپور بحث وکړ چې کمېسیون منظور کړې.

د دې تر څنګ د غونډې په وروستۍ برخه کې د بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست اړوند د لوګر ولایت د ۵۰۰ نفري جمنازیوم د جوړولو تړون د وروستي قسط نه ورکولو پر یادښت هر اړخیز بحث وشو او منظور شو.#