جمهوررئیس غني د پنځمې ناحیې اوسېدونکو سره په کتنه کې: ستاسو غوښتنې او وړاندیزونه به په برنامو بدلې او تطبیق شي

جمهوررئیس غني د پنځمې ناحیې اوسېدونکو سره په کتنه کې: ستاسو غوښتنې او وړاندیزونه به په برنامو بدلې او تطبیق شي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني له کابل ښاریانو سره د ملي بحث پیلولو په لړ کې نن له غرمې مخکې د پنځمې ناحیې اوسېدونکو سره وکتل.

په چهارچنار ماڼۍ کې د ملي بحث په لومړۍ غونډه کې د کابل ښار د پنځمې ناحیې  اوسېدونکو د پوهنې، ښځو، ځوانانو، علمای کرامو، ګذر وکیلانو، مشرانو او متنفذینو او د قومونو او اصنافو د  شپږو کمېټو استازو خپلې ستونزې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

د ګذر وکیلانو کمېټې په استازیتوب علي احمد کارګر له جمهوررئیس څخه د ملي بحث د دغې لړۍ د پیلولو او د خلکو د ستونزو د اورېدو له امله مننه وکړه او د جمهوررئیس په لارښوونه یې د پنځمې امنیتي حوزې د ټول امنیتي پرسونل د تبدیلۍ هرکلی وکړ.

 نوموړي په پنځمه ناحیه کې د زورواکو له لوري د تړل شویو واټونو او کوڅو د پرانیستلو، د مافیا او د ځمکو غاصبینو پرضد د قانوني چلند او په دیوان بیګي کې د ۳۰۰ بستریز روغتون د جوړولو دکار پیلولو غوښتنه وکړه.

د علمای کرامو کمېټې په استازیتوب مولوي عبدالمتین د غیر رسمي جوماتونو د رسمي کېدو، د نشه یي توکو او غیر قانوني لوړپوړو ودانیو د مخنیوي، علمای کرامو ته د دولت د پاملرنې او د هغوی د ټولنیز رول د زیاتوالي غوښتنه وکړه.

د قومونو او اصنافو کمېټې په استازیتوب انجینر سید رحیم ستار وویل، د امنیتي حوزو په مقرریو کې د لاسوهنې د مخنیوي، ترانسپورټ سیستم ته د پاملرنې، د سعادت ښارګوټي د اوبو ویالې ستونزې، د شنې ساحې او ځمکو د غصب د مخنیوي،  د څښاک پاکو اوبو ستونزې د حل او په دې ناحیه کې د ناجایزه جزیرو د له منځه وړلو وړاندیزونه وکړل.

محمد صدیق یقین د پوهنې کمېټې په استازیتوب په دې ناحیه کې یو شمېر ښوونځیو ته د معیاري ودانیو د جوړولو ترڅنګ د ښوونکو د معاشونو زیاتوالي، د ښوونکو د کمبود، د معارف د صحي بیمې د ایجاد، د خصوصي ښوونځیو د مالي ستونزو د حل په اړه خپل وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.  

د ځوانانو کمېټې په استازیتوب محمود سلطاني خصوصي شرکت ته د کابل ښار د تنظیف سپارلو ترڅنګ د ورزشي سټډیوم جوړولو، د پولیسو حوزې او خلکو ترمنځ د همغږۍ، د تروریستي، پېښو، هدفي وژنو او غلاوو د مخنیوي او له غیر مسوولو وسله والو څخه د وسلو ټولولو په اړه خپل وړاندیزونه وکړل.

د ښځو شورا په استازیتوب ریحانه وردګ د امنیت د لا ښه تامین لپاره د پولیسو د ګزمو، په اداري تشکیلاتو کې د ښځو د ونډې د زیاتوالي، د وزګارتیا د کمولو، د ژورو څاګانو د مخنیوي، د منظم ښاري ټرانسپورټ، ښځو ته د ورزش د ځانګړي ځای جوړولو او د شهیدانو کورنیو  سره د مرستو په اړه خپلې غوښتنې مطرح کړې.

جمهوررئیس له یادو ویناوالو څخه په وضاحت د ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو د شریکولو له امله مننه وکړه او وې ویل، ستاسو غوښتنې او وړاندیزونه به په برنامو بدلې او تطبیق شي. د دغو کاري  ناستو موخه داده چې له ټولوکابل ښاریانو سره ناحیه په ناحیه وګورم، ځکه باالوسیله لیدنو نتیجه ورنه کړه.  

جمهوررئیس غني وویل، حکومت له زورواکانو او غیر مسوولو وسله والو سره په مبارزه کې جدي دی او د اړتیا پرمهال به د دوی پر ضد د قوې د استعمال او عملیاتو دستور ورکړي، ځکه چې د ولس حوصله پایته رسېدلې . هغه په ټینګار سره وویل، نور به په پنځمه ناحیه کې زورواکان د خلکو د ځورولو لامل نشي.

جمهوررئیس وویل، ټولې غصب شوې ځمکې له غاصبانو څخه اخیستل کېږي او د کابل والي ته یې لارښوونه وکړه چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي. هغه زیاته کړه، امنیتي ستونزې باید طبقه بندي  او د خلکو د ځورولو، تهدیدولو، وژلو او ټپي کولو د عاملینو د تشخیص لپاره کمېټه ایجاد شي.

د هیواد جمهوررئیس د ښځو د امنیت او خوندیتوب په برخه کې، د مشرانو، علماو او د ګذر وکیلانو رول مهم وباله او وې ویل، د پولیسوحوزوکې دې د ښځو د امنیت لپاره خاص دفتر ایجاد شي. هغه زیاته کړه، د ښځو مشارکت او فعال حضور باید زیات او د دوی مختلف ظرفیتونه تحلیل شي.

جمهوررئیس غني په ټینګار سره وویل، دا باید تشخیص شي چې څومره خلک او ولې د وسلې ګرځولو اجازه لري او د وسلو د جواز ورکولو پروسه دې تعلیق شي.

محمداشرف غني دکابل ښاروال ته لارښوونه وکړه چې د ښځو او ماشومانو د پارکونو لپاره ځایونه مشخص کړي او د سیلو ساحه دې د خوشال خان مېنې خلکو پارک ته ځانګړې شي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، د سعادت ښارګوټي د ویالې ستونزه دې حل او ټولې لوړپوړې ودانۍ دې تفتیش شي. هغه ودانۍ دې چې د لوګي د تصفیه کولو معیاري فلتر یې نه وي لګولي، وتړل شي او که بل ځل یې سرغړونه وکړه، نو د تخریب امر به یې ورکړم.

جمهوررئیس غني وویل، د چاپیریال ساتنې واضح پلان دې ترتیب شي او پوهنې وزارت ته لارښوونه ده چې هر ښوونځی په باغ بدل کړي. د کابل ښار د څښاک اوبو او برېښنا ستونزې به په درې کالو کې په اساسي توګه حل شي.

د هیواد جمهوررئیس د خپلې وینا په پای کې وویل، د شپږ زره ښوونځیو جوړولو، په ټکنالوژۍ سنبالولو او له انټرنټ سره وصلولو سره به د معارف په برخه کې شته ستونزې په اساسي توګه حل شي. هغه زیاته کړه، خصوصي ښوونځي باید د کیفیت په اساس عیار او هره میاشت په پنځمه ناحیه کې واضح پرمختګ رامنځته شي.#