جمهوررئیس غني په ایران کې د اوکراینۍ الوتکې د لوېدو پېښې د افغان شهیدانو له کورنیو سره غمشریکي وکړه

جمهوررئیس غني په ایران کې د اوکراینۍ الوتکې د لوېدو پېښې د افغان شهیدانو له کورنیو سره غمشریکي وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماښام د ټلیفوني تماس له لارې په ایران کې د اوکراینۍ الوتکې د لوېدو پېښې د افغان قربانیانو کورنیو سره خواخوږي او غمشریکي وکړه.

په دغه ټلیفوني مکالمه کې لومړی په ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال د هغو افغانانو د پېژنګلوۍ په اړه چې په یاده پېښه کې شهیدان شوي وو، معلومات وړاندې کړل.

هغه وویل، د شهیدانو کورنیو ته د رسيدنې په موخه یوه کمېټه جوړه شوی، افغان شهیدان پېژندل شوي او یو شمېر یې خاورو ته سپارل شوي دي.

په ایران کې د افغانستان سفیر زیاته کړه، د جمهوررئیس د تسلیت او همدرۍ پیغام او د شهیدانو کورنیو سره د مرستې په خاطر لارښوونې یې، هغوی ته رسولي دي.

جمهوررئیس غني په خپلو خبرو کې یو ځل بیا په یاده پېښه کې د افغان شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او غمشریکۍ د مراتبو څرګندولو پر مهال وویل، هره کورنۍ چې وغواړي د خپل شهید جسد کابل ته راولېږدوي، حکومت په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

جمهوررئیس زیاته کړه، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادریس زمان د هغو هیوادونو په ایجاد شوي کاري ګروپ کې د ګډون په موخه چې په یاده پېښه کې ډېری قربانیان لري، بریتانیا ته تللی، ترڅو د بین المللي مقرراتو پر بنسټ د دغې پېښې د قربانیانو حقوق تشخیص او مسوولیتونه واضح شي.

جمهوررئیس غني وویل، نن هر افغان ستاسې په غم او اندېښنه کې خپل ځان شریک ګڼي او ستاسې درد، زموږ شریک درد دی. هغه زیاته کړه، زه د جمهوررئیس په توګه د خلکو لومړنی خدمتګار یم او ستاسې د غوښتنو د پوره کولو، د حقونو د تامین او په ایران کې د افغانستان سفارت د اجرااتو په خاطر هر ډول همکارۍ ته چمتو یم.

د دغه ټلیفوني تماس په پای کې د شهیدانو د کورنیو په استازیتوب محمد مهدي سعادت د جمهوررئیس د غمشریکۍ او په ایران کې د افغانستان سفارت د همکارۍ مننه وکړه.#