جمهوررئیس غني او د کاناډا لومړي وزیر په ایران کې د اوکراینۍ الوتکې د لوېدو پېښې په اړه ټلیفوني خبرې وکړې

جمهوررئیس غني او د کاناډا لومړي وزیر په ایران کې د اوکراینۍ الوتکې د لوېدو پېښې په اړه ټلیفوني خبرې وکړې

د کاناډا لومړي وزیر جستن تروډو نن ماښام د ټلیفوني تماس له لارې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په ایران کې د اوکراینۍ الوتکې د لوېدو پېښې په اړه خبرې وکړې.

په دغه ټلیفوني مکالمه کې د کاناډا لومړي وزیر جمهوررئیس، د افغانستان خلکو او په ایران کې د اوکراینۍ الوتکې د لوېدو پېښې د قربانیانو کورنیو ته خپل تسلیت څرګند کړ او وې ویل، دا یوه ټکان ورکوونکې پېښه وه چې زموږ د خلکو د تاثر او زیات خپګان لامل شوه.

هغه زیاته کړه: په دې فرصت کې موږ ټول باید په راتلونکو ګامونو تمرکز وکړو، یو مثبت ګام دا و چې ایران د دغې پېښې مسوولیت ومانه، خو د نورو ګامونو اخیستلواړتیاده.

تروډو ټینګار وکړ چې بین المللي ټولنه د اعتبار وړ تحقیقاتو د پرمختګ راتلونکو اقداماتو ته منتظره ده، ترڅو روښانه شي چې ستونزه چېرې وه.

د کاناډا لومړي وزیر وویل، د دې ترڅنګ چې ایران د دغې پېښې مسوولیت ومانه، باید په شفاف ډول بین المللي تحقیقاتو ته د زمینې برابرولو اقدام هم وکړي او سمه لاره اختیار کړي.

هغه څرګنده کړه، ټاکل شوې لومړۍ کارۍ ډله سبا په لندن کې د دغې پېښې د پېښېدو د څرنګوالي په خاطر د لا زیاتې همغږۍ لپاره غونډه وکړي. موږ هڅه کوو چې د قربانیانو لپاره عدالت تامین او د دغې پېښې حقایق ښکاره شي.

د کاناډا لومړي وزیر وویل، که لازمه وي چې د الوتنو د لازیات مصئونیت په خاطر بین المللي ټولنه د هوایي چلند حاکم اصول او قواعد بیا وویني، تر څو د دې ډول پېښو مخنیوی وشي.

نوموړي جمهوررئیس غني ته په خطاب کې وویل، کاناډا د افغان سولې او ثبات او په سیمه کې د تاوتریخوالي کمولو ته متعهده ده او د افغان حکومت سره به ګډه هڅه وکړي

. په دغه ټلیفوني مکالمه کې جمهوررئیس غني د کاناډا دولت، خلکو او د کاناډايي قربانیانو کورنیو ته د خپل تسلیت مراتب څرګند او د دغه هیواد د لومړي وزیر د رهبرۍ، مدیریت او د غمشریکۍ مننه یې وکړه.

جمهوررئیس وویل، افغانستان ستاسې په غم کې شریک دی او زموږ دولت او خلک پردغې پېښې  او د ۱۳ تنه افغانانو پر شهادت سخت غمجن دي.

هغه زیاته کړه: د دې لپاره چې د دغې پېښې حقیقت معلوم شي بین المللي ټولنه باید خپل موثر رول ولوبوي او د قربانیانو حقوق دې تامین شي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، موږ هم د کاري ډلې یوه برخه یوو او ټینګار مو دا دې چې ایران په دې برخه کې لازم اقدامات وکړي، ځکه زموږ هیوادوال د وضاحت غوښتونکي دي

جمهوررئیس غني د تحقیقاتو پروسه کې پر شفافیت د ټینګار پر مهال وویل، د کاري ډلې د دریځ ملاتړ کوو. هغه زیاته کړه، ایران باید د قربانیانو د کورنیو غوښتنې په پام کې ونیسي.

د هیواد جمهوررئیس د دغو ټلیفوني خبرو په پای وویل، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست به کاناډایي پلاوي سره په همغږۍ پر مطرح شویو مواردو له نږدې کار وکړي. هغه زیاته کړه، موږ په سیمه کې د شخړو کمولو غښتونکي یوو او د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د کاناډا رول ارزښتناک دی.