په زابل ولایت کې د برېښنا شرکت د یو شمېر قراردادي کارکوونکو د شهادت په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: په ډېرې خواشینۍ سره چې نن غرمه د کلات-کندهار پر لویه لار د زابل ولایت شهر صفا ولسوالۍ په سوخته پل سیمه کې د افغانستان برېښنا شرکت د  کارکوونکو پر موټر د افغانستان د دښمنانو له لوري د سړک د غاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې د دغه شرکت پنځه تنه قراردادیان شهیدان شول.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د دغې پېښې د سخت غندلو پرمهال وویل، د ملکي وګړو، عامه تاسیساتو، د ټولنیزو خدماتو برابرونکو او ملکي کارکوونکو په نښه کول او پر هغوی تروریستي بریدونه د اسلام ضد ستر بشري جنایت دی.

د هېواد جمهوررئیس د دغه تروریستي برید د  قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي او شهیدانو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت دعا کوي.