جمهوررئیس غني: ملت جوړونه د ټولو افغانانو مشترکه دنده ده

جمهوررئیس غني: ملت جوړونه د ټولو افغانانو مشترکه دنده ده

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د کابل پوهنتون، د پولیتخنیک پوهنتون او افغانستان – امریکایي پوهنتون یو شمېر استادانو، محصلینو او د هیواد څېړونکو او پوهانو سره د ملي هویت بحث په لومړۍ ناسته کې ګډون او وینا وکړه.

په چهار چنار ماڼۍ کې په دې مناسبت د جوړې شوې غونډې په پیل کې د جمهوررئیس ستر سلاکار او د جمهوري ریاست د ستراتيژیکو او عامه اړیکو ادارې لوی رئیس  وحید عمر له ځوانانو او محصلینو سره د تاریخ، فرهنګ او ملي هویت په اړه د بحثونو لړۍ پیلول د جمهوررئیس غني نوښت وباله او زیاته یې کړه چې د تاریخ، فرهنګ او ملي هویت په اړه د بحثونو دغه لړۍ به ادامه ولري.

جمهوررئیس غني د یاد بحث ټولو ګډونوالو ته هرکلی ووایه او د ملي هویت هدف، وسیلې، شېوې، فرهنګي سرمایې او سیاسي پانګې په اړه یې  د بحث ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات ورکړل.

جمهوررئیس په خپلو خبرو کې د ملي هویت هدف په اړه وویل، هدف د سرمایې درک دی چې د عام فهمه او د درک وړ شېوې له لارې خلکو او دولت ته لېږدول کېږي. خو موږ د یوه ملت په توګه له خپلې پانګې څخه اساسي درک نه لرو او تر څو چې په واضح، علمي او مشخص ډول له خپلې پانګې او بحث څخه درک ونه لرو برنامه ریزي او د لارې نقشه په اساسي ډول نه شو برابرولای، نو له همدې امله مو د کابل پوهنتون، پولیتخنیک پوهنتون او افغان- امریکایي پوهنتون استادانو او محصلینو ته زحمت ورکړی چې په دې برنامه کې برخه واخلي، ځکه د هویت دا کار یواځې زموږ د ادیبانو او ژبپوهنې د استادانو پورې نه مختص کېږي، بلکې ملت جوړونه د ټولو افغانانو مشترکه دنده ده.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، شېوه د یوه ملي بحث  انسجام  دی، د غوره طریقو او نوښتونو د انتخاب او ایجاد لپاره تاسې باید د دغه بحث د اداره کوونکي نقش پر غاړه واخلئ. د هرې نندارې لپاره د یو داستان او روایت انتقال ضروری دی، نو تاسې دغه روایت څنګه انتقالوئ، ځکه موږ غواړو داسې پانګونه وکړو چې ټول خلک یې پایله وویني.

هغه زیاته کړه، تاسې دا فرصت لرئ چې د معاصر تاریخ لوی نسل شئ، هغه نسل چې افغانستان له بې ثباتۍ څخه ثبات، له فقر څخه هوساینې، له انزوا څخه ارتباط او له انارشۍ څخه باثباته جمهوري نظام  ته ورسوئ.

جمهوررئیس څرګنده کړه، د نړۍ مهمې زېرمې په افغانستان کې دي چې کولای شي موږ د مسو او اوسپنې پر ستر تولیدونکي بدل کړي. همدا راز د مندلیف جدول ۱۴  کمیابه عناصر په افغانستان کې دي، زما هیله داده چې دغه سرمایه خلکو ته توضیح او په خپله یې هم درک کړئ .

جمهوررئیس د ځمکې لاندې اوبو کمبود ته په اشارې وویل، ترڅو چې د ځمکې لاندې اوبه درک نه کړو او د ژورو څاګانو  غیر معیاري کېندنه دوام ومومي راتلونکي نسلونه ترې محرومېږي.

هغه زیاته کړه په راتلونکو پنځوس کالو کې د جیولوژي درک زموږ هر یو ژوند ته بدلون ورکوي، افغانستان کې طبیعي منابع په مساوي ډول وېشل شوي او لس محروم ولایتونه د نړۍ ښې طبیعي زېرمې لري او تاسې د تاریخ جوړونکی نسل په توګه ورڅخه استفاده کولای شئ.

جمهوررئیس غني د فرهنګي سرمایې په اړه وویل، په لرغونپوهنه هیڅ پانګونه نه ده شوی او څلوېښت کاله کېږي چې دغه برخه هېره شوې ده. لرغون پېژندنه د تغییر په حال کې ده، تېر باید عام فهمه کړئ او د سیمې د اړیکو او تاریخي لید په توګه راتلونکي ته وګورئ.

جمهوررئیس غني یادو  ځوانانو ته په خطاب کې وویل، د تاریخ نقطه دا نه ده چې پېښې ووینئ، د تاریخ عمق درک کړئ تر څو راتلونکی او تېر ته تړاو ورکړئ، ځکه د هویت له درک پرته د تاریخ درک ناشونی دی. اوس د دې اړتیا ده چې موږ عمیق درک ولرو او خپل تمدني رول باید درک کړو، تاریخ مه هېروئ، ځکه دا مو د هویت برخه ده.

ورپسې د جمهور رئیس ستر سلاکار او د جمهوري ریاست د ستراتيژیکو او عامه اړیکو ادارې لوی رئیس  وحید عمر د هغو پنځو مواردو په اړه چې جمهوررئیس غني ورباندې مفصلې خبرې وکړې، محصلین د مقالو لیکلو ته وهڅول او وې ویل چې د ټولو مقالو له منځ څخه به درې غوره لیکنې په خپله جمهوررئیس غني انتخاب کړي او د ملي هویت بحث په راتلونکې ناسته کې به د هغو لیکنو لیکوال له جمهوررئیس سره یو ځای دلته نورو ځوانانو او محصلینو ته معلومات ورکړي.

هغه زیاته کړه د بحثونو دغه  پیل شوی لړۍ به د رسنیو او ټولنیزو شبکو له لارې هم خپره شي.

په پای کې جمهوررئیس غني د ملي هویت بحث ګډونوالو  سره د ولسمشرۍ ماڼۍ په بېلابېلو ماڼیو وګرځېده، د ځینو ماڼیو د بیارغاونې بهیر څخه د لیدنې ترڅنګ یې د هرې ماڼۍ په اړه هغوی ته تاریخي معلومات ورکړل.