جمهوررئیس غني: زموږ ادارې باید ګټورې، موثرې او د خلکو د باور وړ اوسي

جمهوررئیس غني: زموږ ادارې باید ګټورې، موثرې او د خلکو د باور وړ اوسي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني  کابل ښاریانو سره د ملي بحث په دوام نن مازدیګر د  لومړۍ، دویمې، اتمې، نهمې او شپاړسمې ناحیو اوسېدونکو سره، وکتل.

په دغه کتنه چې په سلام خانې ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې سیدحسین پرویزي د لومړۍ، مولوي خال محمد نېکزاد د دویمې، شبنم محمودي د لومړۍ، دویمې، اتمې، نهمې او شپاړسمې ناحیې د ښځو په استازیتوب، الحاج سیدرحمان د اتمې، احسان الله هوتک د نهمې او محمدعیسی شفاهي د شپاړسمې ناحییو په استازیتوب په بېلابېلو برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

یادو ویناوالو په پورته ذکر شویو ناحیو کې د امنیتي، روغتیا، ځوانانو ته د کارموندنې، سړکونو د قیرولو، د برېښنا د عادلانه وېش، د څښاک د پاکو اوبو او ښاري ترانسپورټ ستونزو د حل، د شپې د ګرځبندیز وضع کولو، د ښوونځيو د نجونو د ځورولو د مخنیوي، د تفریحي پارکونو او ورزشي سیمو د ایجاد او چاپېریال ساتنې ته د پاملرنې غوښتونکي شول.

 یادو استازو د پولیسو له غیر مسلکي چلند څخه شکایت وکړ او وې ویل، د پولیسو نه پاملرنه دجنایي جرمونه د زیاتوالي لامل شوي، نشه یي توکي پلورل کېږي او غلاوې زیاتې شوي دي.

جمهوررئیس د یادو ویناوالو د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، په جمهوري نظام کې، جمهوررئیس د ملت خادم دی او تاسې هر یو د احترام وړ یاست.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس له دوی څخه له دې امله چې خپل نظریات، وړاندیزونه او ستونزې یې له سانسور پرته په ازادانه ډول مطرح کړل مننه وکړه او زیاته یې کړه، په راتلونکو څو اوونیو کې به د کابل ښاریانو د څلور زره کسانو ستره غونډه جوړه کړو او د ستاسې او کابل ښاریانو د وړاندیزونو او ستونزو د حل د تطبیق په برخه کې به خپل اقدامات تاسې ته واورو.

جمهوررئیس وویل، زموږ خلک اړتیا لري چې د ادارو اصلاحات مشاهده کړي او هره میاشت باید زموږ ادارې د تېر په پرتله ګټورې، موثرې او د خلکو د باور وړ وګرځي.

جمهوررئیس غني د دې په بیانولو چې د کابل امنيتي پلان  تر لاس لاندې دی، امنیتي بُعدونه به حوزه په حوزه او ناحیه په ناحیه او په کلي ډول د پام وړ وګرځي.

جمهوررئیس د کابل امنیه قومندان ته چې په دغه کتنه کې یې حضور درلود په ټینګار وویل، د ښوونځیو خوا او شا او نورو عامه ځایونو کې د ښځو او نجونو ځورونه د زغم وړ نه ده او په دې برخه کې باید جدي اقدامات وشي. 

د هیواد جمهوررئیس دکابل ښاروال او کابل والي ته لارښوونه وکړه چې ژر دې د عامه ملکیت د غاصبینو لیست خپور کړي او هر څوک چې ددغه تصمیم مانع ګرځي، ممنوع الخروج او د قانون پنجو ته وسپارل شي.

د هیواد جمهوررئیس د برېښنا کمبود ستونزې ته په اشارې د افغانستان برېښنا شرکت رئیس ته لارښوونه وکړه چې ددغې ستونزې د حل په خاطر دی ژر د کابل د برېښنا شبکو د اصلاح په موخه واضح پلان وړاندې کړي.

جمهوررئیس غني د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ښوونځیو د کمبود ستونزې پر حل ټینګار وکړ او وې ویل، اساسي قانون د ښځو حقونه تضمین کړي او زه د ښځو د حقونو جدي ملاتړی یم.

جمهوررئیس د جمهوري ریاست سلاکارانو ته لارښوونه وکړه چې د کابل ولایت ښځو سره د لویې غونډې ترتیبات ونیسي چې د دوی د ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته ورته مناسبې حل لارې ولټول شي.