کابینې د لیسانس دورې د زده کړو مقرره په پرنسیب کې تائید کړه

کابینې د لیسانس دورې د زده کړو مقرره په پرنسیب کې تائید کړه

 د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن ماښام په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.

 په پیل کې جمهوررئیس غني کابل ښاریانو سره د خپلو دوامداره کتنو په اړه غونډې ته معلومات ورکړل او وې ویل، کابل ښاریانو په یادو کتنو کې په جزايي او چاپیریال ساتنې برخو کې خپلې ستونزې شریکې کړي، نو له دې امله دا ایجابېږي چې د خلکو د ستونزو د حل په موخه په یو شمېر تقنیني اسنادو کې تعدیلات راوستل شي.

 جمهوررئیس اړونده ادارې موظفې کړې چې په مرتبطو تقنیني اسنادو کې لازم تعدیلات ترتیب او مرحلې یې بشپړې کړي.

 همدارنګه جمهوررئیس اړوندو ادارو په ځانګړي ډول پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر دفتر ته دنده وسپارله چې د وروستیو ورښتونو د تلفاتو او زیانونو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسي او اړوند وزارتونه یې موظف کړل چې د ورښتونو د کچې د وړاندوینې په پام کې نیولو سره په هغو ولایتونو کې چې د ورښت کچه ټیټه اټکل شوې د للمي ځمکو لرونکو کروندګرو سره د ملاتړ په موخه لازمه تیاری ونیسي.

 د اجنډا مطابق عدلیې وزیر د لیسانس دورې د زده کړو مقرره غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې یاده مقرره په پرنسیب کې تصویب او عدلیې او لوړو زده کړو وزارتونه یې موظف کړل چې طرحه د کابینې په غونډه کې د وړاندې شویو نظریاتو مطابق تصحیح او نهایي کړي.

 وروسته د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست د بلخاب د مسو او بدخشان د سرو زرو کانونو د قراردادونو د فسخې د دلایلو راپور غونډې ته وړاندې کړ چې کابینې تصویب کړ.

 وروسته عدلیې وزیر د لوړو زده کړو وزارت د وظایفو د تنظیم مقرره غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې په پرنسیب کې تصویب او عدلیې او لوړو زده کړو وزارتونه یې موظف کړل چې یاده طرحه د کابینې په غونډه کې د وړاندې شویو نظریاتو مطابق تصحیح او نهایي کړي.

 په همدې ترتیب عدلیې وزیر د لوړتناژ لرونکو باروړونکو موټرو د ابعادو او وزن کنټرول د مقررې طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې په پرنسیب کې تصویب او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې پر یاده طرحه د کابینې د غړو د اصلاحي نظریاتو مطابق د قوانینو کمېټې په غونډه یو ځل بیا غور وکړي او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس له ملاحظې وروسته یې نهایي کړي.

 د غونډې په دوام عدلیې وزیر د الف درجې مامورینو د ذاتي چارو د تنظیم او استخدام مقررې طرحه کابینې ته وړاندې کړه، کابینې یاده طرحه په پرنیسب کې تصویب او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په همکارۍ دې یاده طرحه د وزیرانو او معینانو د نظریاتو له ترلاسه کولو وروسته د غونډې د یادونو په پام کې نیولو سره تصحیح او له تصمیم نیولو وروسته دې د جمهوري ریاست عالي مقام تر نظر لاندې نهايي کړي.

 همدارنګه عدلیې وزیر د ښاروالیو د ملکیتونو د اجارې د مقررې طرحه غونډې ته وړاندې کړه او کابینې عدلیې وزارت موظف کړ چې دا طرحه د اړوندو بنسټونو په ګډون د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د سرپرست تر څار لاندې بیا وګوري اود کابینې راتلونکو غونډو ته یې وړاندې کړي.

 وروسته د ترانسپورټ وزارت د اوسپڼې پټلې ادارې رئیس د خلکو د ملکیتونو د استملاک اسنادو پنځه مورده چې په پکتیکا ولایت کې د شرنې-انګور اډې سړک، په هلمند کې د چاه انجیر- ګرشک سړک، په ننګرهار ولایت کې د بهسودو پل اتصالي سړک او د ترانس-هندوکش یا بغلان-بامیان سړک جوړولو پروژو لاندې راغلي، غونډې ته وړاندې کړل چې تصویب شو.

 ورپسې د انرژۍ او اوبو وزارت معین د پکتیا ولایت ګردیز سب سټیشن څخه د خوست ولایت تر سرحده پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ لېږد لین تمدید پروژې په مسیر کې د شخصي املاکو د خسارې د جبران او ځمکې د استملاک مالي وجوه غونډې ته وړاندې کړه چې تصویب شوه.

 د غونډې په دوام د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست په ننګرهار ولایت کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو ورثې ته د استوګنې د ښارګوټي؛ په بلخ، بامیان، کندهار، پروان او لغمان ولایتونو کې د صنعتي پارکونو؛ په ارزګان، غور، نیمروز او زابل ولایتونو کې د لمریزې برېښنا پروژو؛ د سروبي ولسوالۍ په نغلو بند کې واقع د انارو د نمونه یي بڼ او په بلخ ولایت کې د برېښنا سب سټیشن جوړولو په خاطر له دولتي ځمکو څخه د استفادې حق د لېږد ۱۲ مورده غونډې ته وړاندې کړل چې تصویب شول.

 وروسته د افغاني سرې میاشتې ټولنې سکرتر جنرال د دغې ټولنې د مالي بنیې د پیاوړتیا په موخه د دولت د کارکوونکو د یوې ورځې معاش د راټولو په اړه د دې ادارې غوښتنه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې د دولتي ارګانونو له ټولو مسوولینو او کارکوونکو څخه وغوښتل چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مالي بنیې د پیاوړتیا په موخه د یوې ورځې معاش چې د اړمنو کورنیو او سوري زړه لرونکو ناروغانو د درملنې لپاره ورڅخه استفاده کېږي د مرستې په توګه دغې ټولنې ته ورکړي.

 ورپسې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د پرمنفعته خدای پامانۍ طرزالعمل غونډې ته وړاندې کړ چې کابینې یاده طرحه په پرنسیب کې تصویب او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون یې موظف کړ چې یاده طرحه د غونډې د یادونو مطابق تصحیح او د مالیې وزارت په همکارۍ دې د طرحې د اجرا کېدو په خاطر لومړی پر شرایطو د برابرو کسانو شمیر اټکل او د هغې مالي بار دې وارزوي او په دې برخه کې دې د ادارو د لومړیتوب په پام کې نیولو سره مشخص ډیتابېس ایجاد کړي.

 همداراز د مالیې وزارت سرپرست د ځمکني ترانسپورټ سکتور د مالیاتي ستونزو د حل طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې تصویب شوه.

 ورپسې د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست او تخنیکي مرستیال غونډې ته د ساختماني موادو لرونکو کاني سیمو د اعلان بهیر د تایید غوښتنه وکړه چې تصویب شوه.

 په همدې ترتیب نوموړي د کنړ-ننګرهار د مرمرو او پروان د تراورتین پروژو د مذاکراتو راپور غونډې ته وړاندې کړ او د نیچرل ډبرو داخلي شرکت سره چې د طبیعي او زینتي ډبرو د استخراج او پروسس صنعت کې فعالیت لري د مرمر ډبرو او تراورتین د اکتشاف، پروسس او ګټې اخیستنې قرارداد تړون د منظورۍ پر بنسټ د یاد وزارت غوښتنه او وړاندیز کابینې ته وکړ، ترڅو د کانونو د نوي قانون پر بنسټ چې د هرې ذکر شوې پروژې سیمه تر یو کیلو متر پراخه ده نو د معدنکارۍ سیمې په حیث دې په ستر مقیاس تعیین شي.

 کابینې د اکتشافي قراداد په برخه کې د کانونو او پترولیم وزارت غوښتنه تصویب او دغه وزارت یې موظف کړ چې د ګټې اخیستنې مرحله یې د وضع شویو مشخصو معیارونو په پام کې نیولو سره تصحیح او د کابینې راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي.#