د استاد عبدالعلي مزاري د شهادت د یاد غونډې پر مراسمو د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان دښمنانو نن له غرمې مخکې د ملي وحدت شهید استاد عبدالعلي مزاري د پنځه ویشتم تلین پر مراسمو د برید په پایله کې زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل.

جمهوررئیس غني د دې جنایت د غندلو پر مهال وویل: «په ولسي غونډه دغه برید، د بشریت او د افغانستان د ملي یووالي ضد جنایت دی.» تروریستان په دې ډول بریدونو د ظلم پر وړاندې د افغانستان د خلکو عدالت غوښتونکې مبارزه له تاریخ څخه نشي محوه کولی.

د هیواد جمهوررئیس اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د دې تروریستي پېښې ټپیانو ته په رسېدنه کې هیڅ ډول هڅې دریغ نه کړي؛ همداراز د شهیدانو کورنیو ته د خپلې غمشریکۍ او همدردۍ مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی الله (ج) له دربار څخه د بشپړې روغتیا دعا کوي.