د لوګر د ولایتي شورا د وکیل محمدناصر غیرت د شهادت په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل:  په خواشینۍ سره چې د افغانستان دښمنانو د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د لوګر د ولایتي شورا غړی محمدناصر غیرت  له خپلو ساتونکو سره نن سهار د تروریستي برید په پایله کې شهید او د نوموړي موترچلوونکی یې ټپي کړی دی.  

جمهوررئیس غني د دغه برید د سخت غندلو پرمهال وویل، د افغانستان دښمنان د دغه ډول بریدونو په ترسره کولو سره، په سوله ییز، باثباته او پرمختللي افغانستان او د سولې برابر شوي فرصت څخه په اعظمي استفادې زموږ د هیوادوالو پیاوړې هیلې نشي کمزورې کولای.

جمهوررئیس غني وکیل محمدناصر غیرت د هیواد او ولس رښتینی خواخوږی، ملي ګټو ته ژمن او وطنپال شخصیت وباله او د ولایتي شورا د وکیل په توګه یې د ولس د ښې استازولۍ په برخه کې د نوموړي د کارونو، هلو ځلو او خدمتونو قدرداني وکړه او اړوندو مسوولینو ته یې د دغه تروریستي برید د عاملینو د تشخیص او مجازات په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د شهید محمدناصر غیرت  او د ده د شهیدو ساتونکو کورنیو، د لوګر ولایتي شورا او ولسونو سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ ترڅنګ، شهیدانو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت  او ټپي ته د بشپړې روغتیا دعا کوي.