د جمهوررئیس محمداشرف غني د غمشریکۍ او تسلیت پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

د جمهوررئیس محمداشرف غني د غمشریکۍ او تسلیت پیغام

په خواشینۍ سره خبر شوم چې د نورستان پخوانی والي مولوي عبدالله شېرګل د ورپېښې ناروغۍ له کبله وفات شوی دی.

إِنَّا للّه وإِنّا إِلَیهِ رَاجِعُونَ

مرحوم مولوي عبدالله شېرګل د دیني عالم او د هیواد د خواخوږي مشر په توګه د عمر زیاته برخه د وطن او هیوادوالو خدمت ته وقف کړې وه، مړینه یې یوه ضایعه ده.

مرحوم شېرګل ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت دعا کوم. د نوموړي د وفات له امله د مرحوم درنې کورنۍ، دوستانو، ټولو خواخوږو او د نورستان خلکو ته تسلیت وایم.

محمد اشرف غني

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت رئیس