په زابل کې د ملي اردو او ملي پولیسو د شهادت په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د طالبانو ډلې نن سهار په داسې حال کې چې زموږ  هېوادوال له یوې خوا په دې وروستیو کې د کرونا ویروس خپرېدو ته په اندېښنه کې دی او له بل لوري په هیواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین په موخه د نوي لمریز کال پیل ته خوشاله وو، د زابل ولایت مرکز کلات ته څېرمه پر امنیتي پوسته د تروریستي برید پرمهال زموږ یو شمېر ملي پولیس او د ملي اردو سرتېري شهیدان کړي دي.

جمهوررئیس غني د دغه وحشیانه برید سخت غندلو پرمهال وویل، د هیواد دغه صادق بچیان (امنیتي او دفاعي ځواکونه) چې په ډېره مېړانه او اتلولۍ نه یوازې د هیواد او  هیوادوالو د دفاع او ساتنې، بلکې د سیمې او  نړۍ د امنیت لپاره تروریزم سره  د مبارزې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي، د افغانستان عظیم ولس او نړیوال د دوی د سرښندنو قدرداني کوي او په ټول قوت یې ترڅنګ ولاړ دي.

د هیواد په دغه حساس او برخلیک ټاکونکي پړاوو کې چې تر بل هر وخت د سولې لپاره چې زموږ د هیوادوالو لویه هیله او اساسي غوښتنه ده، زیات فرصت برابر شوی، د وسله والو طالبانو ډلې دغه ډول وحشیانه او تروریستي بریدونه نه یوازې د سولې دغه فرصت له خطر سره مخ کوي، بلکې د دوی پر ضد به د ولس کرکه او نفرت لا راوپاروي.  

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د دغې تروریستي پېښې د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي او شهیدانو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت دعا کوي. #