جمهوررئیس غني د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

جمهوررئیس غني د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن غرمه د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د جموري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح او د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب هم حضور درلود، دواړو لوریو د سولې پروسې، په دغه بهیر کې د راتلونکو اقداماتو او سولې په خاطر د سیمه ییزې اجماع او همدا راز د افغانستان د امنیتي او سیاسي وضعیت په اړه بحث او خبرې وکړې.#