د ترکمنستان جمهوررئیس د پیغام له لارې جمهوررئیس غني ته د بیا انتخابېدو مبارکي ویلې ده

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني ته د  جمهوررئیس په توګه د بیا انتخابېدو په مناسبت د ترکمنستان د جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف د مبارکۍ پیغام را رسېدلی دی.

د ترکمنستان جمهوررئیس په پیغام کې لیکلي دي: د ترکمنستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس په توګه ستاسو د بیا انتخابېدو په خاطر خپل د مبارکۍ مراتب څرګندوم.

په پیغام کې راغلي دي: زه پوره باور لرم چې د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ په متقابل درناوي ولاړ د دوستۍ او ورورولۍ ټینګ مناسبات، د دواړو هیوادونو د منفعت د پراختیا او پیاوړتیا لامل کېږي.

د ترکمنستان جمهوررئیس د دې پیغام په پای کې لیکلي دي: له فرصت څخه په ګټه اخیستنې تاسو جناب ته روغتیا، خوښي او ستاسو د هیواد د انکشاف او هوساینې په لاره کې په نوې دنده کې د بریا هیله درته کوم.

همدارنګه د ترکمنستان جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف په یو جلا پیغام کې د نوروز نړیوال جشن د رارسېدو له امله جمهوررئیس غني ته مبارکي ویلې او هیله یې څرګنده کړې چې دا نېکې ورځې د افغانستان د وروڼو خلکو د خوښۍ او زیاتو بریالیتوبونو لامل شي.