جمهوررئیس غني د ترکمنستان جمهوررئیس ته د نوروز او نوي لمریز کال مبارکي وویله

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ټلیفوني تماس له لارې د ترکمنستان جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف ته د نوروز او نوي لمریز کال مبارکي وویله  او د دوی په زعامت یې د ترکمنستان د خلکو د خوښۍ او هوساینې لپاره د برنامو د عملي کېدو هیله وکړه.   

جمهوررئیس غني د ترکمنستان د بې طرفۍ کنفرانس د ترسره کېدو هیله څرګنده او زیاته کړه، موږ د ټاپي پروژې لپاره ټول ترتیبات نیولي او همدارنګه د اورګاډي پټلۍ او د برېښنا د ټرانزیټ په برخه کې هم همکارۍ ته چمتوو یوو.

جمهوررئیس غني وویل، اقینې او تورغنډۍ بندرونو ته ځانګړې پاملرنه لري او نوره پانګونه به هم ورباندې وکړو. اقینې بندر کې به تاسیسات او اسانتیاوې زیاتې کړو او موږ غواړو چې د راکړې ورکړې او سوداګرۍ اسانتیاوې دوامدارې او زیاتې شي.

جمهوررئیس وویل، کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د صحي تدابیرو ترڅنګ هڅه کوو چې زموږ سوداګري ښه تنظیم او لا زیاته شي.

په دغه ټلیفوني مکالمه کې قربانقلي بردي محمدوف جمهوررئیس غني ته په خطاب کې وویل، ګران وروره مننه چې ټلیفون مو وکړ او تاسو ته یو ځل بیا د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس په توګه د بیا انتخابېدو مبارکي وایم او د بریا هیله درته کوم. زموږ همکاري، دوستي او وروي به ادامه ولري او لا به زیاته شي.

د ترکمنستان جمهوررئیس وویل، د دواړو هیوادونو له ښو اقتصادي او سیاسي اړیکو څخه راضي دی او ځانګړی ارزښت ورکوي. هغه زیاته کړه، غواړو له افغانستان سره خاص روابط ولرو. ټاپي، ټاپ او اپتیک فایبر لوی پروژې زموږ په روابطو کې خاص ځای لري.

نوموړي د ټاپي پروژې په برخه کې د افغانستان د حکومت اقداماتوڅخه په مننې وویل، د ټرانسپورټ، ټرانزیټ او انرژۍ په برخو کې به خپلې همکارۍ زیاتې کړو.  د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا لپاره به په ورېښمو لار چې د جنوبي اسیا، مرکزي اسیا او اروپا سوداګریزه لاره ده ګډ کار وکړو.

ښاغلي قربانقلي بردي محمدوف په تورغنډۍ او اقینه بندرونو کې د پانګونې او تاسیساتو په موخه د جمهوررئیس غني د طرحې هرکلی وکړ او وې ویل، د هرات له لارې به زموږ د انرژۍ د لېږد پروژه عملي او زموږ همکارۍ لا زیاتې شي.

نوموړي وویل، کرونا خطرناکه ستونزه ده او د مخنیوي لپاره یې باید ګډ کار، مبارزه او اقدامات وکړو او په دې برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو یوو. هغه له جمهوررئیس غني څخه د ترکمنستان د بې طرفۍ کنفرانس کې د ګډون د اعلان له امله مننه وکړه او وې ویل، ستاسو حضور او د سولې او سیمه ییزو همکاریو او ثبات په برخه کې ستاسو نظریات موږ ته ځانګړی ارزښت لري.

جمهوررئیس غني کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکاریو ته د ترکمنستان چمتووالي څخه په مننې وویل، ستاسو له اقتصادي طرحو سره موافق یوو، د ترکمنستان بې طرفي به نمانځو، موږ ستاسو ترڅنګ ودرېږو او د لا ډېرو بریاوو هیله درته کوو.