جمهوررئیس غني د اذربایجان جمهوررئیس ته د نوروز مبارکي وویله

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د ټلیفوني تماس له لارې د اذربایجان جمهوررئیس الهام علي اوف ته د نوي کال او نوروز مبارکي وویله.

په دغه ټلیفوني مکالمه کې دواړو لوریو د نوروز حوزې هیوادونو د عنعنې په مشترکاتو خبرې وکړې او د اذربایجان جمهوررئیس وویل د نوروز حوزې هیوادونه باید لا زیات له یو بل سره کار وکړي، ترڅو تاریخي، فرهنګي او سوداګريز ې اړیکې یې تر پخوا لازیاته پراختیا ومومي.

الهام علی اوف زیاته کړه، د کرونا ویروس د ګواښ باوجود، لارجورد لار پرانیستې ده او له دې لارې افغانستان او اروپا ته سوداګریز توکي استول کېږي.#