د جمهوررئیس غني د بیاانتخابېدو په مناسبت د قرغزستان د جمهوررئیس د مبارکۍ پیغام

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني ته د جمهور رئیس په توګه د بیا انتخابېدو په مناسبت، د قرغزستان د جمهوررئیس سورونبای جیین بیکوف له لوري د مبارکۍ پیغام رارسېدلی دی.

د قرغزستان د جمهوررئیس د مبارکۍ په پیغام کې لیکل شوي: «د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس په توګه د دویم ځل لپاره د انتخابېدو له امله جمهوررئیس غني، دولت او د افغانستان شریفو خلکو ته مبارکي وایم.»

ښاغلي بیکوف د دواړو هیوادونو نېکو اړیکو ته په اشارې ویلي، هیله لرم په راتلونکي کې د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د دواړو هیوادونو د ګټو پر اساس په ټولو ابعادو کې د لا زیاتو ژورو اړیکو شاهدان واوسو.

د مبارکۍ د دې پیغام په پای کې راغلي: «تاسو جلالتماب ته د روغتیا، نېکبختي، بریالیتوب او همداراز د افغانستان شریفو خلکو ته د سولې او هوساینې دعا کوم.»