په کابل کې د سیکانو پر ګردوارې د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان دښمنانو د خپلو جنایتونو په دوام نن سهار د کابل ښار لومړۍ حوزې سیمه کې زموږ د سیک وطنوالو پر ګرودوارې د تروریستي برید په ترسره کولو سره زموږ یو شمېر بې دفاع هیوادوال ټپیان او ووژل.

جمهوررئیس غني د دغه بشري ضد جنایت د غندنې پر مهال وویل: «پر مذهبي ځایونو برید د دښمن بې نهایته پستي بیانوي. مذهبي ځایونه له هر ډول بریدونو او تاوتریخوالي مصئون دي.»

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه: د تاریخ په اوږدو کې زموږ هندو او سیک وطنوالو د ګډ سوله ییز  ژوند ښه بېلګه ده. دغه هیوادوال د ټولو ستونزو او تکلیفونو سره سره بیا هم په وطن کې پاتې شوي او هڅه یې کړې چې په ټولنه کې ګټور رول ولري. د افغانستان دولت له دغو هیوادوالو دفاع ته ژمن دی او د دوی پر مذهبي مراسمو دغه بزدله برید نه بخښونکی جنایت ګڼي.

د هیواد جمهوررئیس اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د دغې پېښې ټپیانو ته د رسیدګۍ په برخه کې هیڅ راز هڅې ونه سپموي. هغه همدا راز د دغې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې همدردۍ او تسلیت مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا کوي.#