جمهوررئیس غني په امنیتي سکتور کې د یو میلیارد ډالرو د سپما پلان له درېو څخه دوو کلونو ته راکم کړ

جمهوررئیس غني په امنیتي سکتور کې د یو میلیارد ډالرو د سپما پلان له درېو څخه دوو کلونو ته راکم کړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي دفاع، کورنیو چارو او مالیې وزارتونو د مالي، اداري او تامیناتي معینانو سره د ویډیوکنفرانس له لارې، له درې کلونو څخه دوو کلونو ته د لګښتونو د موثرې سپما په اړه خبرې وکړې او لارښوونه یې وکړه چې دغه سپما دې په دوو کلونو کې عملي شي.

د دغه ویډیو کنفرانس په پیل کې د یادو وزارتونو معینانو په تېر یوه کال کې په امنیتي او دفاعي سکتور کې د اصلاحاتو او د بې ځایه او غیرموثرو لګښتونو د مخنیوي له لارې د ۳۰۰ میلیون ډالرو سپما راپور جمهوررئیس ته وړاندې کړ.

جمهوررئیس غني له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د بین المللي مرستو د دوام د ډاډ پر مهال د یادو وزارتونو معینانو ته لارښوونه وکړه چې په راتلونکي یو کال کې باید د دغو ځواکونو د باکفیته خدمتونو په ساتنې سره دې د امنیتي او دفاعي سکتور په لګښتونو کې یو میلیارد ډالر وسپمول شي.

جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، د دولت په ټولو سطحو کې د بې ځایه لګښتونو څخه ډډه کول او سپما ځان بسیاینې ته د  افغانستان د رسېدو لپاره اساسي ګام دی.

جمهوررئیس په دغه ويډیو کنفرانس کې د یادو وزارتونو معینانو ته لارښوونه وکړه چې تر راتلونکو پنځو ورځو دې د دغو وزارتونو په مرکزي قرارګاو کې د تشکیلاتي پړسوب او تراکم، د ګډ میکانیزم له لارې د اکمالاتو، په سون توکو کې د لوړو لګښتونو د مخنیوي په خاطر له برېښنا انرژۍ سره د ټولو امنیتي ځواکونو د مرکزونو د وصلولو، د وسایطو پېرلو، ساتنې او څارنې طریقو ته د بیا کتنې او ټولو سترو مواردو په برخو کې خپلې طرحې ترتیب او د سپما برنامې دوه کلن پلان په رڼا کې دې عملي کړي.

جمهوررئیس غني همداراز د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ته لارښوونه وکړه چې د افغانستان د ملکي خدمتونو په سیستم کې هم دغېرضروري لګښتونو د سپما پلان، ترتیب او عملي کړي.

د هیواد جمهوررئیس ملت ته په پروني پیغام کې وویل: د بین المللي مرستو د کمښت په خاطر ریاضتي برنامې تر لاس لاندې لرو او همدارنګه د بدیلو برنامو په لټولو سره به د امریکا د یو میلیارد ډالرو د مرستې تشه ډکه کړو او ددغو مرستو کمښت به پر کلیدي سکتورونو ناوړه اغېز ونکړي.