د اقتصاد عالي شورا اختصاصي غونډې د صنعتي پارکونو پر انکشاف بحث وکړ

د اقتصاد عالي شورا اختصاصي غونډې د صنعتي پارکونو پر انکشاف بحث وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د صنعتي پارکونو د انکشاف په اړه د اقتصاد عالي شورا اختصاصي غون‌‌‌‌‌‌ډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې نن مازدیګر وشوه، په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدي د صنعتي پارکونو د انکشاف په برخه کې د همغږۍ په خاطر له والیانو مننه وکړه وې ویل، په تېرو ۴ کلونو کې د صنعتي پارکونو جوړولو پروژه بشپړه شوې، په روان کال کې د صنعتي پارکونو ۹ پروژو د جوړولو پر پلان او په ۵ ولایتونو کې د صنعتي پارکونو پر جوړولو کار روان دی.

هغه زیاته کړه، موږ په لومړي ځل د صنعتي پارکونو د انکشاف او مدیریت لپاره ستراتېژي، پالیسي او کړنلاره برابره کړی ده.

وروسته د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو تن مسوول دروېش طاهري د صنعتي پارکونو په اړه هراړخیز تخنیکي معلومات او په دې برخه کې شته ننګونې او وړاندیزونه بیان کړل.

وروسته د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست جواد پیکار او د کابل، کندهار، پکتیا، خوست، پروان، هرات او ننګرهار والیانو د صعنتي پارکونو او همداراز د پانګونې پر وړاندې د خنډونو او صنعتي پارکونو د ایجاد په اړه خبرې وکړې او خپلې حل لارې یې وړاندې کړې.

جمهوررئیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته د کوچني او لوی اقتصاد په اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د څېړنو او ارزونو مننه وکړه.

هغه وویل، د ښار جوړولو وزارت وضعیت د پالیسۍ له اړخه ښه دی، خو د پروژو د تطبیق له اړخه ستونزه لري او باید د پروژو په تطبیق کې د ستونزو لمنځه وړلو په برخه کې ددغه وزارت ولایتي رئیسان له والیانو سره همغږی عمل وکړي.

جمهوررئیس غني زیاته کړه: هغه مهال د صنعتي پارکونو د ایجاد لپاره مرستې ترلاسه کولای شئ چې حقوقي ستونزې نه وي موجودې، همدا راز دې والیان خپلې غوښتنې او ستونزې د ښارجوړلو وزارت سره شریکې کړي او دا وزارت مکلف دی چې ستونزو ته ژر رسېدګي وکړي.

جمهوررئیس پر دې په ټینګار سره چې د ښارجوړولو وزارت کارونه دې چټک شي وویل، له دې وروسته به زه والیانو سره په متواتر ډول غونډې ولرم او باید د انکشافي پروژو پر وړاندې حقوقي ننګونې حل شي.

جمهوررئیس غني وویل، د پانګونې جلبولو په خاطر باید خنډونه لېري شي، همداراز دې د قانون پر مبنا د ښارګوټو جوړولو په خاطر د ځمکې د لېږد پروسه چټکه شي.

جمهوررئیس د برېښنا ستونزې پر حل ټینګار وکړ وې ویل، د برېښنا په اړه باید واضح پلان ولرو، باید پر هغه سکتور پانګونه وشي چې ژر پایله ورکوي؛ دغه راز دې د کرنې په برخه کې د پانګونې لپاره اساسي ګامونه واخېستل شي.

د هیواد جمهوررئیس د پانګونې د نویو طرحو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ وې ویل، باید د طبي وسایلو پر تولید پانګونه وشي.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې سکتوري وزارتونو ته لارښوونه وکړه چې د زېربنا او برېښنا ستونزه په اساسي توګه حل او په صعنتي پارکونو کې باید ښځو ته د لا زیاتې پانګونې زمینه برابره شي.