جمهوررئیس غني د هغو ولایتونو له والیانو سره چې تر ډېره دکرونا ویروس له ګواښ سره مخ دي، خبرې وکړې

جمهوررئیس غني د هغو ولایتونو له والیانو سره چې تر ډېره دکرونا ویروس له ګواښ سره مخ دي، خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د هرات، نیمروز، فراه، غور، بادغیس او هلمند له والیانو سره چې ولایتونه یې د ایران هیواد سره ګډ سرحد ته څېرمه پراته او د کرونا ویروس خپرېدو له ګواښ سره مخ دي، د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

په پیل کې د یادو ولایتونو والیانو د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په اړه د خپلو تدابیرو او اقداماتو راپور جمهوررئیس ته وړاندې کړ.

جمهوررئیس غنی د یادو والیانو د راپور له اورېدو وروسته مالیې وزارت او د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست ته د لاندې موادرو په اړه سملاسي لارښوونه وکړه:

۱- هرات ولایت ته د تخصیص شويو ۴۰۰ میلیون افغانیو سربېره دې فراه، غور او بادغیس ولایتونو ته شل، شل میلیون افغانۍ او  نیمروز او هلمند ولایتونو ته چې د کرونا ویروس خپرېدو له ګواښ سره مخ دي او طبیعي پېښې یې هم ګواښي، پنځوس، پنځوس میلیون افغانۍ له مرکز څخه واستول شي.

۲- هرات ولایت چې د دغه ولایت د ورځې د ګرځبندیز په اړه کوم اقدامات کړي، دغه اقدامات دې نور هم شدید شي او د پنځه نور ولایتونه دې هم د هرات ولایت د ګرځبندیز موډل تعقیب کړي.

د هیواد جمهوررئیس همدارز د ملي امنیت سلاکار ته لارښوونه وکړه چې د تورغونډۍ-هرات او اسلام قلعه-هرات لویو لارو امنیت په جدي توګه تامین کړي.

جمهوررئیس غني وویل، د ټولو ولایتونو والیان دې د خوارکي توکو د ستراتېژیکو زېرمو او د بیو د کنترول په برخه کې اقدام وکړي او د اړتیا پر مهال دې له خصوصي سکتور څخه مرسته وغواړي.

دېته ورته د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه چې په ټولو ولایتونو کې دې د تجرید مرکزونه یا پر کرونا ویروس د اخته ناروغانو د څارنې او درملنې مرکزونه زیات شي.

جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، د ډاکټرانو او نرسانو په شمول د ټولو روغتیایي کارکوونکو لپاره چې کروناویروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري د کابینې له لورې د تصویب شوي کړنلارې په اساس فوق العاده امتیازات په پام کې نیول شوي دي او دغه کړنلاره نن د هیواد ټولو ولایتونو ته د تطبیق په موخه استول کېږي.