د قرغزستان جمهوررئیس، جمهوررئیس غني ته په ټاکنو کې د بیا ځلې بریا مبارکي وویله

د  دوست هیواد قرغزستان جمهور رئیس سورونبای جیین بیکوف نن ماسپښین دټلیفوني تماس له لارې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني ته د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د بیا ځلې بریا مبارکي وویله.

په دغه ټلیفوني تماس کې د قرغزستان جمهوررئیس د خپل حکومت او خلکو په استازیتوب، جمهور رئیس غني ته له افغانستان سره د هر ډول همکارۍ د دوام ډاډ هم ورکړ.

جمهور رئیس غني د قرغزستان د دولت او خلکو له نېکو پيرزوینو مننه وکړه او وې ویل، افغانستان او قرغزستان دواړه په وچه کې ایسار هیوادونه دي، چې دا د دواړو هیوادونو ترمنځ شریکه ځانګړنه ده.

د هیواد جمهوررئیس زیاته کړه، افغانستان او قرغزستان  په بېلابېلو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او ترانزیت په برخو کې د یو بل له مشورو او تجربو ګټه اخیستلای شي.#