د اوزبیکستان جمهوررئیس، جمهوررئیس غني ته په ټاکنو کې د بیا ځلې بریا مبارکي وویله

د اوزبیکستان جمهور رئیس شوکت میرضیایف نن غرمه دټلیفوني تماس له لارې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني ته د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د بیا ځلې بریا مبارکي وویله.

په دغه ټلیفوني تماس کې د اوزبیکستان جمهوررئیس، هیله وښوده چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د دواړو هیوادونو او ولسونو ترمنځ سوداګریزې او ترانزیټي اړیکې لا پياوړې شي.

جمهور رئيس غني د دوست هیواد اوزبیکستان جمهور رئيس او خلکو ته د نوي کال او نوروز مبارکي وویله او ډاډ یې ورکړ چې دواړه هیوادونه به COVID-19 (کرونا)‌ ویروس سره پر مبارزې سربېره  د سیمه ییزو همکاریو په موخه، د خپلمنځي سلا مشورو لپاره منظمې اړیکې وساتي.#