جمهوررئیس غني کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د افغان دولت او ملګرو ملتونو سازمان د دفترونو پر همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ

جمهوررئیس غني کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د افغان دولت او ملګرو ملتونو سازمان د دفترونو پر همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام د ملګرو ملتونو سازمان د دفترونو له مسوولینو سره وکتل او کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه یې د دوی د ممدو او متممو فعالیتو او برنامو راپور واورېد.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، جمهوررئیس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته وویل، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لومړي درجه مسوول په توګه کروناویروس سره د مبارزې په برخه کې فعالیتونه او جدي تدابیر نیولي دي. د هیواد جمهوررئیس زیاته کړه، د ملګرو ملتونو سازمان دفترونه باید خپل فعالیتونه د دغه اصل په ساتنې سره چې د افغانستان اسلامي جمهوریت کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې لومړی درجه مسوول دی، په همغږۍ او همکارۍ عیار کړي، ترڅو د دولت او ملګرو ملتونو سازمان د بنسټونو په فعالیتونو کې دوګانګي رامنځته نشي.#