جمهوررئیس غني: د ملګرو ملتونو دفترونه باید کرونا سره د مبارزې په برخه کې افغان حکومت سره همغږي وي

جمهوررئیس غني: د ملګرو ملتونو دفترونه باید کرونا سره د مبارزې په برخه کې افغان حکومت سره همغږي وي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان د دفترونو له مسوولینو سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې د ملګرو ملتونو سازمان د دفترونو مسوولینو کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د خپلو برنامو او اقداماتو راپور غونډې ته وړاندې کړ.

جمهوررئیس غني د ملګرو ملتونو سازمان د دفترونو مسوولینو د راپور له اورېدو وروسته وویل، افغان حکومت د کرونا ویروس پرضد مبارزې د برنامو جوړولو په راس کې قرار لري. جمهوررئیس په ټینګار وویل، په افغانستان کې د کرونا ویروس پرضد د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان د دفترونو فعالیتونه باید د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت سره په بشپړه همغږۍ ترسره شي.