کرونا سره د مبارزې او بې وزله اقشارو سره د مرستولپاره د دولت د پروژو په اړه د جمهور رئيس محمداشرف غني پيغام

کرونا سره د مبارزې او بې وزله اقشارو سره د مرستولپاره د دولت د پروژو په اړه د جمهور رئيس محمداشرف غني پيغام

بسم الله الرحمن الرحیم
ګرانو هيوادوالو، خويندو او وروڼو!

السلام علیکم ورحمة الله و برکاته!
ګرانو هيوادوالو! هيله لرم، هر ځای کې چې ياستئ د کرونا ويروس له شر څخه په امان اوسئ!

په پیل کې له ټولو هغو روغتیایي کارکوونکو څخه چې کرونا ویروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې زموږ د هیوادوالو د روغتیا او خوندیتوب لپاره شپه او ورځ هلې ځلې کوي، د زړه له کومې مننه کوم. موږ ټول د روغتیایي کارکوونکو د دغو ارزښتناکو او حیاتي خدمتونو قدرداني کوو او د دوی د معززو کورنیو منندوی یوو چې دغسې وطنپال اولادونه یې روزلي او په دغه حساس وخت کې یې د هیوادوالو د خدمت او خوندیتوب مهمې انساني او اسلامي دندې ته ګومارلي دي. هیله ده چې ټول هیوادوال د دغو صحي کارکوونکو د روغتیایي لارښوونو په عملي کولو سره، دوی ته خپل درناوی پرځای کړي.

په اوسني وخت کې  د کرونا ويروس د خپرېدو مخنيوي يوه تر ټولو اغېزناکه لاره دا ده چې هغو روغتیایي سپارښتنو ته چې د رسنيو له لارې او د روغتيايي کارکوونکو له لوري بيانېږي،  پاملرنه وکړئ او په کورونو کې پاتې شئ.

زموږ په ګډون د نړۍ اکثریت خلک سختې ورځې تېروي، خو بايد نهيلي نشو. موږ ټول هڅه کوو چې په دې ډول سختو ورځو کې، د يو بل تر څنګ شته ستونزو ته رسېدګي  وکړو.

خواهران و برادران!

دولت جمهوری اسلامی افغانستان، بخاطر کم ساختن فقر و تنگدستی که آفت کرونا دچار کشور ما ساخته است، اقدامات مشخصی را انجام داده و تدابیر اساسی بیشتری  را قرار است، انجام دهد.

تدابیری را که روی دست داریم، عمدتا روی خدمت رسانی به فقیرترین های جامعه ما متمرکز است. قرار است بزودی از طریق نانوایی های شهر، مساجد در ولسوالى ها، شوراهای انکشافی دهات و دیگر نهادها، توزیع نان، مواد خوراکی و دیگر نیازمندی های ابتدایی و اساسی قشر آسیب پذیر را فراهم سازیم.

در عین حال، چند پروژه بزرگ زود ثمر دیگری که تعداد زیادی از هموطنان ما استخدام و با رعایت فاصله بین افرد، مشغول کار خواهند شد ،انشاالله آغاز می گردد.

مشخصات و جزئیات بیشتر این پروژه ها و برنامه ها را با ذکر منابع تمویل، اعم از ظرفیت های داخلی و خارجی آنرا در روزهای آینده ارایه خواهم داد.

ویروس کرونا آفت آنی و غافلگیر کننده ی است که ما هیچ نوع آمادگی از قبل برای مبارزه با آن نداشتیم.

این آفت  اکثر کشورهای دنیا را سراسیمه ساخته است. با آنهم ما از اولین روزها، این آفت را جدی گرفته و به فضل خداوند تا امروز، تعداد جان باختگان در کشور ما، در مقایسه با ممالک دیگر کم تر است.

تلاش ما این است که با تدابیر واقعی و بنیادی این حالت را حفظ کرده و از رفتن به مرحله سوم یعنی فلاکت، جلوگیری نماییم. در این راستا به همکاری فرد فرد شما نیاز داریم.

زموږ هڅه دا ده چې په واقعي او بنسټيز تدبير دغه حالت وساتو او دريمې مرحلې يعنې فلاکت ته د تلو مخنیوی وکړو، ستاسو د هر فرد مرستې ته اړتيا لرو. د افغانستان له سوداګرو او تمويلونکو څخه مننه کوم چې د زړه له تله يې بېوزلو سره مرسته کړې ده.

له خصوصي متشبثینو (خصوصي سکتور) څخه د قېمتونو د ساتنې، د اسانتياوو رامنځته کولو او په مختلفو ښارونو کې د زرګونه کسانو لپاره د څارنې د زړورې او بې درېغه همکارۍ مننه کوم. 

موږ يو ملت يوو او په ګډه به  انشاالله تعالی د دغه درد درملنه کوو. 

تل دې وي افغانستان

یشه سن افغانستان

زنده باد افغانستان

روغ او جوړ اوسئ.