د کابل ریشخورو کې د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: په هیواد کې د طالبانو د بریدونو زیاتوالي سره، د افغانستان د خلکو دښمنانو نن د کابل په ریشخور سیمه کې د تروریستي برید په ترسره کولو سره، زموږ یو شمېر بېګناه هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس  دغه وحشیانه عمل بشري جنایت او د اسلامي ارزښتونو خلاف وباله وې ویل، د روژې په مبارکه میاشت کې چې د بښنې او رحمت میاشت ده، تروریستي بریدونه له دیني او انساني اصولو سره په تضاد کې قرار لري. 

جمهوررئیس یو وار بیا له طالبانو وغوښتل چې د روژې مبارکې میاشتې په خاطر او کرونا ویروس سره د اغېزناکې مبارزې لپاره چې هره ورځ د ډېرېدو په حال کې دی، بشردوستانه اوربند ومني

د هیواد جمهوررئیس د دې تروریستي برید د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې ډاډګېرنې او غمشریکۍ مراتبو څرګندولو ترڅنګ، اړوندو مسوولینو ته د شهیدانو  کورنیو ته د رسیدګي او د ټپیانو د درملنې په خاطر لازمې لارښوونې وکړې.#