د خوست امنیه قومندان د شهادت په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: په خواشینۍ سره چې د افغانستان دښمنانو د خپلو جنایتونو په دوام د روژې په دې مبارکه میاشت کې د سرک غاړې ځای پرځای شوي ماین په چاودنه کې د خوست امنیه قومندان مل پاسوال سیداحمد بابازی له خپل سکرتر او ساتونکي سره شهید او دوه نور سرتېري ټپیان کړل.

جمهوررئیس غني د دغې پېښې د غندلو پرمهال وویل، جنرال بابازي د هیواد د صادق او زړور بچي په توګه د خپلو هیوادوالو د امنیت او خوندیتوب په موخه د قدر وړخدمتونه وکړل او په همدغه مقدسه لاره کې یې خپل ځان نذرانه کړ چې موږ او ټول هیوادوال یې د وطنپالنې او سرښندنو قدرداني کوو.  

په دغه نازک پړاوو کې چې له یوې خوا مو هیوادوال تحمیلي جګړې او له بل لوري د کرونا ویروس خپرېدو او د هغې منفي اغېزو ته اندېښمن دي، جمهوررئیس غني، هیوادوالو او نړۍ والې ټولنې کرونا ویروس سره د موثرې مبارزې او تلپاتې سولې د تامین په موخه بار بار طالبانو ته د  بشري اوربند منلو وړاندیز وکړ، خو له بده مرغه طالبانو لا هم له جګړې او د افغانانو له وژلو لاس نه دی اخیستی، هیله ده چې بشري اوربند ومني.  

د هیواد جمهوررئیس د شهید مل پاسوال سیداحمد بابازي، د هغه د شهید سکرتر او ساتونکي  کورنیو ته د خپلې ژورې ډاډګېرنې او غمشریکۍ مراتب څرګندوي او د خدای تعالی په دربار کې ټپیانو ته د بشپړې روغتیا او شهیدانو ته د فردوس جنت دعا کوي.