د وروستیو تروریستي بریدونو په اړه د جمهوررئيس محمداشرف غني پيغام

د وروستیو تروریستي بریدونو په اړه د جمهوررئيس محمداشرف غني پيغام

بسم الله الرحمن الرحیم
معززو هیوادوالو، درنو خویندو او وروڼو!
د سلام په وړاندې کولو سره ستاسو د سلامتیا دعا کوم.

خدای تعالی مو هم له کرونا وبا او هم د تروریستانو له بریدونو او وحشتونو څخه په خپل امان کې وساته، ځکه چې طالبانو ډلې په دې وروستیو کې د سولې لپاره چې الهي امر دی زموږ د نېک نېت ښودلو، د اوربند لپاره د ملت، حکومت او نړیوالې ټولنې د مکررې غوښتنې برعکس خپل بریدونه او د جنګ شدت زیات کړی دی.


همدا نن هم موږ په کابل کې پر سل بستریز ملي روغتون، په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو او د هیواد په ځینو نورو سیمو کې د طالبانو او داعش ډلې د تروریستي بریدونو او جنایتونو شاهدان وو. په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ بې ګناه هیوادوال او سرتېري شهیدان او ټپیان شوي دي چې د شهیدانو کورنیو ته تسلیت وایوو، غمشریکي ورسره کوو او دغه جنایتونه په سختو ټکو غندوو.


اوربند او سولې لپاره د ولس، علمای کرامو، حکومت او نړیوالې ټولنې د بار بار غوښتنو باوجود لا هم طالبانو له جنګ او افغان وژنې څخه لاس نه دی اخیستی او زموږ پر هیوادوالو او عامه ځایونو یې خپل بریدونه زیات کړي دي، نو د هیواد د دفاع، د هیوادوالو او عامه تاسیساتو د امنیت او خوندیتوب او د طالبانو او ټولو تروریستي ډلو او ګروپونو د بریدونو او تهدیدونو د دفعه کولو او د دوی د ځپلو په موخه د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دستور کوم چې د دفاعي حالت پرځای بېرته تعرضي حالت اختیار کړي او د دښمن پر وړاندې خپل عملیت پيل کړي..


موږ په مراتبو ویلي او بیا یې هم په تاکید وایوو چې پر افغانستان تحمیل شوی او بدمرغه جنګ باید په اساسي توګه پایته ورسېږي او په هیواد کې تلپاتې او باعزته سوله چې زموږ د هیوادوالو اساسي غوښتنه ده تامین شي، مګر طالبانو ډلې د پردیو په لمسون جنګ ته شدت ورکړی او د افغانانو وینې یې بهولې دي.


ما ‌بار دیگر بالای طالبان و بزرگان آنان، صدا می‌زنیم تا به خواست بی‌گانه‌گان از کشتن و ریختاندن خون افغان ها دست بردارند. به جنگی که بالای کشورما تحمیل گردیده است و آن را علمای جهان اسلام ناروا و فتنه خوانده اند، نقطهٔ پایان بگذارید و راه صلح را پیش‌گیرید.


دعوت به صلح و پیشنهاد آتش بس ما را، ضعف ما تعبیر ننمائید، بلکه احترام بی‌نهایت به خواست و اراده مردم بپندارید.
یکبار دیگر بالای رهبری طالبان صدا می‌زنیم تا بخاطر مبارزه موثر با ویروس کرونا که هموطنان ما را سخت نگران ساخته است و بالای زندگی اقتصادی و اجتماعی آنان اثرات منفی گذاشته است، و همچنان بخاطر ختم جنگ و رسیدن به صلح پایدار و واقعی، دعوت آتش‌بس را که نه تنها خواست حکومت، بلکه خواست ملت عظیم افغانستان و جامعه جهانی می‌باشد و بارها تکرار گردیده است، بپذیرند و آمادگی نشان دهند.


اجماع و حمایت قاطع از پروسهٔ صلح در میان افغان‌ها وجود دارد، ملت ما آماده است تا به هر قیمتی که باشد به حمایت از صلح ادامه دهند و دولت مانند همیش به ارادهٔ ملت احترام قایل است و بخاطر رسیدن به صلح تلاش‌های عملی انجام می‌دهد.

پاینده باد افغانستان
یشه سن افغانستان
تل دې وي افغانستان