جمهوررئیس غني له نوراغا ملکزي سره د ټليفوني اړيکې له لارې غمشريکي وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمد اشرف غني نن ماښام په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي نوراغا ملکزي سره په ټليفون، پرون د جنازې په لمانځه کې د هغه د زوی او د ننګرهار د ولايتي شورا د غړي عبدالله ملکزي د شهادت او دوو نورو ټپي زامنو په ګډون د يو شمېر نورو هيوادوالو د شهادت او ټپي کېدو له امله هغه او د ننګرهار خلکو ته خپل د تسليت مراتب وړاندې کړل.


جمهوررئیس په دې ټليفوني خبرو کې، په ننګرهار کې د جنازې په مراسمو کې د پرونۍ دردناکې پېښې شهيدانو ته د جنت او ټپيانو ته د لوی الله له دربار څخه د بشپړې روغتیا هيله وکړه.


نوراغا ملکزي د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس له ټليفوني تماس او غمشریکۍ مننه وکړه.