د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس د تسليت پيغام

بسم الله الرحمن الرحیم

نحمده ونصلی علی رسوله الکریم

په ډېرې خواشينۍ سره خبر شوم چي د نيمروز ولايت بانفوذه او قومي شخصيت ښاغلی محمد ظاهر چخانسوري د وسلوالو مخالفينو له لوري په شهادت رسېدلی دی.

انا لله و انا الیه راجعون

ارواښاد چخانسوري د نېمروز ولايت مخور او بانفوذه شخصيت و چې د خپلې درنې کورنۍ د غړو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون یې د وطن د آبادۍ او خدمت په لاره کې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

د شهید چخانسوري درنې کورنۍ، دوستانو او د نیمروز خصوصا د چخانسور خلکو ته د تسليت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم او مرحوم ته د لوی خدای ج په دربار کې د فردوس جنت دعا کوم.

آمین یا رب العالمین
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس
محمد اشرف غنی