د هرات والي، ایران سره پر پوله د یو شمېر هیوادوالو د وژلو د ارزونې د موظف پلاوي مشر، د شهیدانو ورثې او ژغورل شویو ته د جمهوررئیس د وینامتن

بسم الله الرحمن الرحیم

د شهید ادریس، شهید عیدي محمد، شهید خلیل احمد، شهید عبدالباري، شهید حمیدالله، شهید محمد، شهید صلاح الدین، شهید محمدخان او شهید عزت الله د کورنیو غړو، هر یوذکریا، محمدعارف، محمدقاسم، جمعه خان، مولوي محمدجان، غلام محمد، مطیع الله او همدارنګه د ټپیانو هر یوه عبدالناصر، وحیدالله، عبدالواحد، سلام، نعیم، عزیز، احمد، کرزي، حمیدالله، عبدالودود، یونس، عبدالظاهراو دستګیر خپلوانو هر یو جمعه خان، ګل احمد، امید، سورګل، انارګل او عبدالله

انالله وانا الیه راجعون

من نام هر یک شما را بخاطری به گونه جداگانه یاد کردم که این غم و اندوه مشترک ماست و برای همیشه در خاطرۀ ملت خواهد ماند و در حافظۀ تاریخی جای خواهد داشت. برای هر یک شما تسلیت می گویم، برای مجروحین صحتمندی و به شهدا بهشت برین آرزو می نمایم.

جناب صالح صاحب، اتمر صاحب، محب صاحب، داکتر صاحب فضلی، بیگ صاحب، طهماسی صاحب، قتالی صاحب، خانواده های معزز شهدا و قربانیان، نخست از همه تحفۀ مسنونۀ سرورکائنات را خدمت تان تقدیم می کنیم.

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

د اتمر صاحب له دوامدارو زحمتونو څخه چې په دې برخه کې یې واېستل، له مذاکراتو څخه یې چې لا هم ادامه لري او همدارنګه له هغو پیغامونو څخه یې چې ایران ته ولېږل شول، ټول اسلامي، اصولي او قانوني وو، مننه کوم. دا موضوع د بین المللي اصولو او قوانینو مطابق تعقیبېږي. موضوع دا یو بعد نه لري، نور ابعاد هم لري چې بهرنیو چارو وزارت او د ملي امنیت شورا دفتر به د تګ راتګ شرایط اصولي، قانوني او د پیش بیني وړ کړي.

دویم، قتالي صاحب د پاسپورټ سهولت او نور تعقیب کړئ او په اړه یې صالح صاحب ته ګذارش ورکړئ چې د پاسپورت شرایط او اسانتیاوې برابرې شي. کابل کې د پاسپورټ رئیس په دې برخه کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي دي. که د افغان پست له لارې د پاسپورټ لېږلو کې کوم مشکل وي، نو د هرات والي دې صالح صاحب ته خپل وړاندیزونه وکړي.

محترم مولوي صاحب او عبدالناصرخان ستاسو غم د افغانستان د ټولو خلکو غم دی او ټول ورباندې سخت خواشیني دي. د افغانستان ټوله کابینه، غړي او مسوولین د همدې لپاره دي چې ټولو ته رسیدګي وشي. له صالح صاحب، اتمر صاحب، محب صاحب، فضلي صاحب او ټولو څخه مننه تر هر څه لومړی یې د قربانیانو کورنیو سره د مرستې ترتیبات ونیول، یوه بسته یې برابره کړه او له نېکه مرغه در رسېدلې ده او په نورو ابعادو کې به هم کار درسره وکړو.

جناب مولوی صاحب، شما در خصوص فراهم کردن شرایط در داخل یادآوری کردید، من ۹ بار به هرات سفر کرده ام و در آنجا سرمایه گذاری نموده ام. هدف ما این است که کار را ایجاد کنیم. با والی و رئیس زراعت و مالداری هرات در نخست این صحبت را کرده ام که آب بند سلما به گونه عادلانه توزیع گردد. قرن ها هرات نه تنها کندوی افغانستان بلکه کندوی منطقه بود.

پروژه تاپی در حرکت است و در بنادر تورغندی و اسلام قلعه تاسیسات ایجاد می گردد و دهها پروژۀ دیگر در حال اجرا شدن است. تلاش ما محو فقر و بیکاری است.این به اتفاق، اتحاد، همدلی و تعهد واضح به خدای متعال و مردم ما انجام می شود.

په اخر کې بیا هم د ټول ملت او دولت په استازیتوب تاسوته تسلیت وایم. هیله ده چې په راتلونکي کې په اساسي او اصولي اقداماتو چې تر لاس لاندې دي زموږ او ایران تر منځ د دغسې پېښو مخنیوی وشي. ټولو شهیدانو ته جنت فردوس غواړم. له طهماسي صاحب او نورو همکارانو مننه او دوی ته مې هدایت دادی چې د پېښې د تعقیب او ارزونې ترڅنګ تاسو او ستاسو کورنیو ته دوامداره توجه وکړي. یو ځل بیا تاسو ټولو ته تسلیت وایم.

زنده باد افغانستان

یشه سن افغانستان

تل دې وي افغانستان