جمهوررئیس غني: زموږ د هیواد او هیوادوالو پر وړاندې د طالبانو د جګړې دوام او تاوتریخوالی هېڅ ډول توجیه نه لري

جمهوررئیس غني: زموږ د هیواد او هیوادوالو پر وړاندې د طالبانو د جګړې دوام او تاوتریخوالی هېڅ ډول توجیه نه لري


 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته په کورنیو چارو وزارت کې د ملي پولیسو ځانګړو قطعاتو منسوبینو او رهبري پلاوي سره وکتل.

جمهوررئیس کورنیو چارو وزارت ته له ورتګ او د تشریفاتو قطعې له معاینې وروسته د ملي پولیسو د شهیدانو په یاد نوي جوړ شوي څلي څخه لیدنه وکړه او د ملي پولیسو د ځانګړو قطعاتو منسوبینو سره په غونډه کې یې د هغوی زړورتیا او مېړانه وستایله.

په دې غونډه کې لومړی د کورنیو چارو وزارت سرپرست ډګرجنرال محمد مسعود اندرابي ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول د افغانستان پولیسو ته د جمهوررئیس د دوامداره پاملرنې د مننې ترڅنګ وویل، ملي پولیس په ټول افغانستان کې د طالبانو او نورو تروریستانو، مجرمینو او قاچاقبرانو پر وړاندې د قربانیو په ورکولو سره مبارزه کوي.

جمهوررئیس غني وویل، زه دلته د ملي پولیسو د شهیدانو په یاد جوړ شوي څلي ته د درناوي کولو لپاره راغلی یم. هغه زیاته کړه، د ازادۍ ونه د شهیدانو په وینو خړوبېږي او دا د دې خاورې اتل شهیدان دي چې د ازادۍ، خپلواکۍ او زموږ د ماشومانو د راتلونکې لپاره یې خپل ځانونه قرباني کړي.

جمهوررئیس د کورنیو چارو وزارت رهبرۍ ته په خطاب کې وویل، د شهیدانو کورنۍ له یاده ونه باسئ، ځکه دوی نورو ځواکونو ته د هیواد او خلکو د ساتنې په برخه کې بېلګې او الهام بښوونکي دي.

د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان په ټینګار وویل، د شهیدانو یادونه به تلپاتې وي او د ملي پولیسو د شهیدانو په یاد د څلي جوړولو له امله د کورنیو چارو وزارت له رهبرۍ مننه کوم.

هغه څرګنده کړه، نن په داسې حالت کې واقع یوو چې د افغانستان او اسلامي نړۍ ډېری علما اوسنۍ تحمیلي جګړه جایزه نه بولي او طالبانو له بین المللي ځواکونو سره تړون وکړ، خو په خپلو خلکو او د هیواد په امنیتي او دفاعي ځواکونو بریدونه کوي چې دا عمل یې د توجیه وړ نه دی.

جمهوررئیس له فعال دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د راوستو لامل په کابل، پکتیا، ننګرهار او فاریاب ولایتونو کې وروستي تروریستي بریدونه وبلل او زیاته یې کړه، دغه بریدونه د سولې له لارې، اسلامي او بشري ارزښتونو څخه ګرځېدل دي او واضح اړتیا وه چې غلي پاتې نشو، ځکه د هغو کسانو پر وړاندې غلي پاتې کېدل چې زموږ بېګناه ماشومان وژني، ګناه ده.

 جمهوررئیس وویل، ویاړم چې د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان یم، د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي به له تاسو سره ولاړ یم، امنیتي او دفاعي ځواکونه زموږ د سر تاج دي او پر هغوی هېڅ ډول معامله نه کېږي.

هغه څرګنده کړه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو ساتنه د ټولو سیاستوالو او خلکو دنده ده، ملت ستاسو ترڅنګ ولاړ دی، ځکه تاسو رضاکاران یاست.

جمهوررئیس د دې په بیانولو سره چې د ملي پولیسو د تمویل او تجهیز لپاره د کورنیو چارو وزارت وړاندیز ته به پاملرنه کېږي وویل، ستاسو له لوري ډسپلین، د کار بڼه او د خطرونو طبقه بندي، ستاسو د بریالیتوب امکان زیاتوي. هغه زیاته کړه، پولیس ملاتړ غواړي او لا زیات اصلاحات به راشي، ترڅو زموږ ملي پولیس د ویاړ وړ وګرځي.

د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان ټینګار وکړ چې په ملي پولیسو په ځانګړي ډول ځانګړې قطعې لا زیاته پانګونه کېږي، ځکه موږ په ګډه خلکو، خاورې او اسلامي او انساني ارزښتونو ته ژمنتیا لرو او په دې ټولو مواردو کې زما ملاتړ له تاسو سره دی.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې د شهیدانو روح ته د دعا ترڅنګ وویل، زما پیغام واضح دی، موږ له چا نه ډارېږو. موږ د دې لپاره سوله غواړو چې په هیواد کې وینه توئیدنه، بحران او ناامني په بنسټیز ډول پای ته ورسېږي.

په دې غونډه کې د ملي پولیسو ځانګړو قطعاتو عمومي قوماندان پاسوال میر احمد عظیمي هم خبرې وکړې وې ویل، ډاډ درکوو تر هغو چې زموږ په بدن کې یوه قطره وینه وي، د خپلو خلکو او هیواد د دفاع لپاره به ودرېږو او د هیواد درې رنګه بیرغ به رپانده ساتو.

هغه د دښمنانو بې رحمۍ ته چې په نو زېږو ماشومانو او د هغوی په میندو یې برید وکړ په اشارې وویل، ویاړو چې لسګونه ماشومان او د هغوی میندې مو وژغورلې او د دښمن د توطیو او پېچلو بریدونو د خنثی کولو لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار یوو.

د ملي پولیسو ځانګړو قطعاتو عمومي قوماندان وویل، موږ د جګړې هنر سره بلد یوو او جرئت هم لرو او د دښمن د ځپلو، د قانون حاکمیت او د ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع او ملي حاکمیت لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړو.#