جمهوررئیس غني د چک جمهوریت د نوي سفیر باورلیک ومانه

جمهوررئیس غني د چک جمهوریت د نوي سفیر باورلیک ومانه


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن  له غرمې مخکې  د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې د چک جمهوریت د نوي سفیر ایرژي بالون باورلیک ومانه.
په ارګ کې د باورلیک وړاندې کولو له مراسمو وروسته چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمدحنیف اتمر هم په کې حضور درلود، دواړو لورو دچک او افغانستان ترمنځ د اړیکو او همکاریو د لا پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهور رئیس غني په تېرو کلونو کې له افغانستان سره د امنیت او انکشاف په برخو کې د چک جمهوریت د مرستو او همکاریو مننه وکړه.
د چک جمهوریت نوي سفیر په افغانستان کې پر خپل ماموریت خوښي وښوده او وې ویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د لا زیاتې پراخې لپاره به هلې ځلې وکړي.
نوموړي وویل، هیواد یې د افغانستان د نړیوال ستراتیژیک ملګری او ښه همکار په توګه  د امنیت، سولې او پراختیا په برخو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.