د وسله وال پوځ اعلی سرقومندانۍ فوق العاده غونډه جوړه شوه

د وسله وال پوځ اعلی سرقومندانۍ فوق العاده غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غني په مشرۍ د وسلوال پوځ اعلی سرقومندانۍ فوق العاده غونډې نن مازدیګر د هیواد عمومي امنیتي وضعیت او د دښمن احتمالي تهدیدونه او بریدونه وارزول.

په دې غونډه کې چې په ارګ کې دویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه، د ملي امنیت سلاکار او د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو په کې حضور درلود، په پیل کې د قول اردوګانو قومندانانو د دښمن د تهدیدونو او احتمالي بریدونو په اړه خپلې ارزونې شریکې کړې.

جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنو او مبارزو څخه په مننې مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د هیواد د دفاع، د دښمن د تهدیدونو او بریدونو د دفعه کولو او د خلکو د امنیت او خوندیتوب د تامین په موخه باید خپل عملیات دقیق پلان او په دقت ترسره کړي.  

همدارنګه جمهوررئیس کندز ولایت ته د طالبانو له لوري متوجه تهدیدونو او خطرونو ته په اشارې د هېواد امنیتي او دفاعي مسوولینو ته  دستور ورکړ چې د خلکو د ډاډمن امنیت د تامین په موخه په لازمو تدابېرو او تیاریو د دښمن شوم پلانونه خنثي او د هغوی د بریدونو مخه ونیسي .