د هیواد د لویدیځ او سویل لویدیځو ولایتونو عمومي امنیتي وضعیت وارزول شو

د هیواد د لویدیځ او سویل لویدیځو ولایتونو عمومي امنیتي وضعیت وارزول شو

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ غونډې د هیواد د ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزونو په لړ کې، نن له غرمې مخکې د لویدیځ او سویل لویدیځو ولایتونو عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه.

په دې غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه، په هغه کې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمد الله محب سربېره د هیواد د لویدیځ او سویل لویدیځو ولایتونو امنیه قوماندانانو او د امنیت رئیسانو حضور درلود.

لومړی د هیواد د لویدیځ او سویل لویدیځو ولایتونو امنیه قوماندانانو او د امنیت رئیسانو د یادو ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

جمهوررئیس غني د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هڅو د مننې ترڅنګ، په یادو ولایتونو کې د مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ په لا زیاتې همغږۍ، د قواوو اکمالاتو، د پرسونل د کموالي لمنځه وړلو، د لویو لارو د امنیت تامین په برخه کې په همغږۍ، له خلکو سره لا زیات کار، په هرات کې د قواوو تحرک او د نیمروز ـ دلارام لویې لارې د امنیت په تامین ټینګار وکړ.

همداراز جمهوررئیس وویل، د عامې روغتیا وزارت لارښوونو ته په پام، کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې جدي پاملرنه وکړئ.#