جمهوررئیس غني له ډاکتر زلمي خلیلزاد سره وکتل

جمهوررئیس غني له ډاکتر زلمي خلیلزاد سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه او د جمهوري ریاست مرستیالانو، د ملي امنیت سلاکار او د اقتصادي او سوداګرۍ پراختیا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د جمهوررئیس ځانګړي استازي هم حضور درلود، دواړو لوریو د سولې پروسې د راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې وکړې او تر مخامخ مذاکراتو وړاندې یې د اوربند په ټینګښت یا د تاوتریخوالي په کموالي ټینګار وکړ.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد تیاری وښود چې یاده موضوع به له طالبانو سره مطرح کړي.

همداراز د طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه هم خبرې وشوې او څرګنده شوه چې د افغانستان حکومت او طالبان په دې برخه کې په یو واضح او معقول میکانېزم چې د دواړو لوریو د تخنیکي ټیمونو له لوري رامنځته او دواړو لوریو ته د منلو وړ وي، هوکړې ته ورسېږي.#