جمهوررئیس او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس له ډاکتر زلمي خلیلزاد سره وکتل

جمهوررئیس او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس له ډاکتر زلمي خلیلزاد سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره وکتل.

په دې کتنه کې چې نن مازیګر په ارګ کې ترسره شوه، د افغانستان دولت د مذاکره کوونکي پلاوي رئیس او د سولې په چارو کې د دولت وزیر هم په کې حضور درلود، ډاکتر زلمي خلیلزاد له جمهوررئیس څخه سیاسي موافقتنامې ته د زمینې برابرولو له امله مننه وکړه او د ملي مصالحې عالي شورا د رئیس په توګه یې ډاکتر عبدالله عبدالله ته د نوې دندې مبارکي وویله.

همداراز دواړو لوریو د سولې پروسې په راتلونګو ګامونو بحث وکړ او لا زیاتې همکارۍ ته یې خپل تیاری وښود.#