د جمهوررئیس غني په مشرۍ امنیتي غونډه جوړه شوه

د جمهوررئیس غني په مشرۍ امنیتي غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان په مشرۍ امنیتي غونډه نن مازدیګر د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوه.

په دې غونډه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، لومړی د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت عمومي ریاست مسوولینو د هیواد د عمومي امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړل.

جمهوررئیس غني د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کوښښونو او اتلولیو مننه وکړه او د ولسوالیو له کچې څخه تر مرکز پورې یې د ځواکونو پر تحرک ټینګار وکړ.

همدارنګه جمهوررئیس غني د ټپیانو پر درملنې او د پرسونل د اړتیاوو په پوره کولو ټینګار وکړ او مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د امنیتي او دفاعي بنسټونو ترمنځ لا ډېرې همغږۍ ته جدي پاملرنه وکړي.

جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د لویو لارو د امنیت تامین د ځواکونو لومړیتوب وباله او د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د لویو لارو د امنیت د تامین په برخه کې بشپړ انسجام رامنځته کړي.