پاکستان کې د لوېدلې الوتکې د قربانیانو په اړه د جمهوررئیس محمداشرف غني د تسلیت پیغام


په خواشینۍ سره خبر شوم چې کراچۍ ښار ته څېرمه د پاکستان د نړیوال هوایي شرکت د مساپر وړونکې الوتکې د لوېدو پېښه کې مساپرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
انالله وانا الیه راجعون
د افغانستان د خلکو او حکومت په استازیتوب د دغې دردناکې پېښې د قربانیانو کورنیو ته چې د خپلو کورنیو غړي یې له لاسه ورکړي او همدارنګه د پاکستان حکومت ته خپل د خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب وړاندې کوم.
د افغانستان ولس د دغې پېښې د قربانیانو د ویرجنو کورنیو حالت درک کوي او زموږ ملت او حکومت په دغو غمجنو شیبو کې د پاکستان د خلکو او حکومت ترڅنګ دي.
محمداشرف غنی
د افغانستان د اسلامي جمهوريت رئیس