د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د افغانستان عظیم ولس ته د جمهوررئیس محمداشرف غني د وینا متن

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د افغانستان عظیم ولس ته د جمهوررئیس محمداشرف غني د وینا متن

بسم الله الرحمن الرحیم

         د افغانستان ستر ملت او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي وایم

         اختر مو مبارک شه

        عید همه تان مبارک

         هیتینگیز قوتلوق بولسین

د روژې په مبارکه میاشت کې مو د خدای تعالی په دربار کې ټولې دعاګانې او عبادات قبول شه.

له بده مرغه سږکال روژه او کوچنی اختر په داسې حال کې و، چې د کرونا وبا ټوله نړۍ او زموږ ولس سخت متاثر کړي او له دې نظره چې حالت خطرناک و له جناب ډاکټر صاحب او ټولو نورو مشرانو.   مننه چې تشریف یې راوړ.

موږ به همېشه د اختر په ورځ د ولس کوربانه وو، نن مجبور یوو چې تعداد محدود کړو، دا ځکه چې هم شرعي حکم دی چې د وبا په حالت کې باید ټول تدابیر ونیسي او هم زموږ د روغتیا وزارت سخته لارښوونه کړې چې موږ باید شرایط اول په ځان تطبیق کړو او تاسو لیدلي دي چې ټول مشران دلته هغه فاصله رعایت کوي او غوښتنه مې داده چې ټول د افغانستان ولس د روغتیا وزارت او د نړیوالو توصیو په اساس مراسم کوچني ونیسي او د یو بل له لیدلو چې ضرور نه وي ډډه وکړي. د علمای کرامو اجماع ده، هغه خلک چې ځانونه د کرونا په مرض کې له لاسه ورکوي د شهیدانو درجه لري.

از درگاه ایزد متعال به همه بیماران شفای عاجل و برای شهدا بهشت برین استدعا دارم. از تمام کارمندان وزارت صحت عامه و سکتور خصوصی، تمام دوکتوران، نرس ها و کارکنان صحت عامه و سکتور خصوصی ما از صمیم قلب تشکر میکنم. سلامتی تمام کارکنان صحی را که در خط مقدم مبارزه قراردارند خواهانیم.

 به اساس فیصله‌ی  کابینه امتیازات خاصی برای همه اینها در نظر گرفته شده و تطبیق میشود.

هموطنان عزیز!

امروز افتخار داریم؛ که صف جمهوریت صف واحد است، خاصتا از جناب داکتر صاحب عبدالله برادر عزیزم که ریاست شورای عالی مصالحه را به عهده گرفته ابراز امتنان میکنم، بار عظیم است، هر چه به هم شانه بدهیم بار انشاالله و تعالی سبکتر خواهد شد.

زه یو ځل بیا د طالبانو له خوا د اوربند د اعلان هرکلی کوم او بېګا شپه مې ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر کړی چې اوربند بشپړ مراعت کړي او یوازې دفاعي حالت غوره کړي. بیا یې  تکراروم، زموږ ټوله امنیتي او دفاعي قوه به اوربند مراعتوي او هیله مند یوو چې دا اختر لکه د دوه کالو تېر اختر غوندې ولس ته د خوشالۍ او سوکالۍ ورځې وي.

بحیث یک دولت مسئول میخواهیم یک قدم دیگر نیز برداریم؛ اعلان میکنم که در رهایی زندانیان طالبان حرکت سریع خواهد امد و اقدامات جدی صورت خواهد گرفت. در عین حالل سر طالبان صدا میکنم؛ که زندانیان قوای امنیتی و دفاعی ما که نزد انها موجود استند، بزودی ممکنه رها سازند.

یک نقطه وضاحت کار دارد. بعض حلقات به طالبان  این فهم را داده اند که  آتش بس موجب تضعیف آنان میشود و اگر آتش بس را برای مدت طولانی رعایت کنند، وزن سیاسی خود را از دست خواهد داد. من میخواهیم واضح بسازم؛ طالبان یک واقعیت جامعه افغانستان استند. جای که این وزن تثبیت میشود، میز مذاکرات است نه در میدان جنگ و ضرور است، بفهمیم که اعلان آتش بس که  دولت جمهوری اسلامی افغانستان با برادر و همکارم داکتر صاحب عبدالله از سالهای متمادی موقف ما بوده نشانه‌ای  قوت است، نه نشانه ای ضعف.

برنده‌ی صلح ملت عظیم افغانستان است. جنگ بجز بدبختی و بیچاره گی خاصتا برای زنان افغان چیزی دیگر بار نمی اورد. زنان افغان امروز در صف اول اجماع سیاسی در باره صلح قرار دارند؛ مثلیکه تمام سیاسیون افغانستان را فضل خداوند دراینجا میبیند، ایشان و تمام مردم افغانستان.

صلح یک خواست ملی ما است و باید بدانیم که موافقتنامه صلح به افراد و گروه ها نه بلکه به مردم افغانستان تعلق دارد و فیصله نهایی را راجع به تائید موافقتنامه صلح  ملت افغانستان خواهد کرد. از طالبان خواهشی دارم که ملت افغانستان را صدمه نزنند. هر کسی که مجروح ویا شهید میشود یک داغ دیگر جبران ناشدنی است و از نگاه شرعی تمام علمای کرام ما به این نتیجه رسیده اند که امروز جنگ مشروعیت ندارد. ازاین جهت راه حل اساسی شروع کردن مذاکرات صلح است و دراین باره هیئت مذاکره افغانستان حاضر است که فورا مذاکرات را شروع کند. هیئت یک هیئت همه شمول افغانستان است، تمام افغانها دران حضور دارند و این هیئت از ملت و دولت افغانستان نمایندگی خواهد کرد.

اساسي هدف د سولې ثبات دی. موږ بې ثباتي لیدلې، هر یو په خپله وینه او خپلو احساساتو کې پوهېږو چې د بې ثباتي مانا څه ده. سوله د دې ټولنې ورکه ده، ځکه چې سوله له ثبات سره مستقیم ارتباط لري، نو همدا ضرور ده چې انشاالله و تعالی په دې کال کې موږ د دوامدارې او تلپاتې سولې چې د ثبات موجب شي، شاهدان اوسوو.

ما د امنیتي وضعیت د بهبود لپاره په تېرو څلورو اونیو کې د ټولو قول اردوګانو او د ولایتونو له امنیه قوماندانانو او د ملي امنیت له رئییسانو سره جلا جلا د زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو د شرایطو د ښه والي پخاطر تفصیلي خبرې وکړې او د ملاتړ ډاډ مې ورکړ.

  زه یو وار بیا ژمنه کوم چې د دوی معنوي او مادي ملاتړ به د پخوا په څېر په ښه توګه روان وي، داسې ملاتړ چې زموږ د سرتېرو تجهزات او اعاشه به تر پخوا لا بهتره شي.

 زه د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه مننه کوم چې د خپلو سرونو په قربانولو سره د خپلو وطنوالو امنیت او د هېواد د ثبات لپاره مبارزه کوي. زه د دوی له کورنیو څخه مننه کوم چې بچیان یې د ملي ځواکونو لیکو ته، د وطن مقدسې دفاع ته لېږلي. یو ځل بیا ټول ولس په خاصه توګه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د اختر مبارکي وایم.

یک افغانستان باثبات موجب ثبات منطقه میشود، یک افغانستان مرفه موجب رفاه منطقه میشود. ارتباط منطقوی، همکاری منطقوی همه جانبه کلید موفقیت آینده ما است. دراین بخش میخواهیم؛ بالای تمام همکاران منطقوی ما، همسایه های دور و نزدیک ما صدا کنیم! که در پروسه صلح و در تحکیم ثبات همکار دوامدار ملت و دولت افغانستان باشند.

 • در خانه بمانید، سلامت بمانید

په کور پاتې شئ، روغ پاتې شئ

 یشه سن افغانستان

زنده باد افغانستان

ژوندی دې وې افغانستان