د افغانستان د علماو د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف د وفات په مناسبت د جمهوررئیس محمد اشرف غني د خواشینۍ پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم
نحمده و نصلی علی رسوله الکریم

په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د افغانستان د علماو د سراسري شورا رئیس شیخ القران مولوي قیام الدین کشاف د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.

انالله واناالیه راجعون

مولوي صاحب قیام الدین کشاف د خپل عمر ډېره برخه د اسلام د مبارک دین د ارشاداتو او الهي احکامو حاصلولو او نورو ته رسولو ته وقف کړه. نوموړي د خپلې خدای ورکړې پوهې او علم له برکته، هیواد او ټولنې ته ډېر د قدر وړ خدمتونه وکړل او ځوانان یې د دین په اساساتو او الهي احکامو وپوهول او همدارنګه یې په اسلامي او ملي روحیه وروزل.

مولوي صاحب قیام الدین کشاف متواضع، مصلح او خیرخواه انسان و چې د ژوند تر وروستۍ شیبو یې نور د الهي احکامو پرځای کولو، خیر، فلاح او سوله ییز ژوند ته وربلل. په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین په برخه کې د نوموړي هڅې او دعوت د قدر وړ دي.

مولوي صاحب کشاف پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د وسله وال یرغل پرمهال د افغانستان د دفاع او د جهاد فریضې د ادا کولو په موخه د مجاهدینو لارښوونه وکړه او تل یې د قران او نبوي احادیثو په رڼا کې د افغانستان دفاع او د جهاد فریضې پرځای کولو ته ځوانان هڅول. نوموړي له خپل وطن او خلکو سره بې سارې مینه لرله او د ژوند تر پایه د افغانستان د نظام او خلکو ترڅنګ او کلک ملاتړی و، د نوموړي مړینه د افغانستان لپاره یوه لویه ضایعه ده.

د مرحوم مولوي قیام الدین کشاف د وفات له امله د ده معززې کورنۍ، د افغانستان د علماو سراسري شورا غړو او د هیواد ټولو علمای کرامو ته تسلیت وایم او د خدای تعالی په دربار کې ورته د فردوس جنت دعا کوم.

محمد اشرف غني

د افغانستان د اسلامي جمهوریت رئیس