جمهوررئیس غني د ترکمنستان جمهوررئیس سره ټلیفوني خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې د ټلیفوني تماس له لارې د ترکمنستان جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

د ترکمنستان جمهوررئیس د افغانستان جمهوررئیس او خلکو ته د اختر مبارکۍ ویلو ترڅنګ وویل، ترکمنستان پخپل لګښت او ظرفیت غواړي په تور غونډۍ او اندخوۍ بندرونو کې د کرونا ویروس د چټکې معاینې دوه مرکزونه جوړ کړي او همداراز ټولې هغه لارۍ او کاروانونه چې له دې بندرونو څخه تېرېږي درمل پرې وپاشي.

جمهوررئیس غني د ترکمنستان جمهوررئیس څخه مننه وکړه او دغه اقدام یې د کرونا ویروس د خپرېدو دمخنیوي په برخه کې مهم وباله او د هغه هرکلی یې وکړ. هغه لارښوونه وکړه چې دغه موضوع دې د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه تعقیب شي.

همداراز، د دواړو هیوادونو جمهوررئیسانو په دې ټلیفوني مکالمه کې، د سیمه ییزو اقتصادي اړیکو د پراختیا او د ترانزیټي ستونزو د حل په اړه بحث او خبرې وکړې.#