جمهوررئیس غني د نړیوال بانک پلاوي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

جمهوررئیس غني د نړیوال بانک پلاوي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د مخکېنیو غونډو په دوام نن مازدیګر یو ځل بیا د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مسوول هینري کرالي په مشرۍ پلاوي سره د ویډیو کنفرانس له لارې له افغانستان سره د نړیوال بانک د مرستو او ژمنو د دوام په اړه خبرې وکړې.

جمهوررئیس له افغانستان سره په دې حساسو شرایطو کې د نړیوال بانک ملاتړ او موثرې همکارۍ څخه په مننې وویل، دا مهال د افغانستان حکومت د کرونا د منفي اقتصادي اغېزو د راکمولو او مخنیوي په اړه پر هراړخیزه ملي برنامه کار کوي.

د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح هم په افغانستان کې د کرونا د فعلي وضعیت په اړه خپله هراړخیزه ارزونه د نړیوال بانک پلاوي سره شریکه کړه.

ښاغلي صالح زیاته کړه:  له بده مرغه د هغو شمیرو له مخې چې دا مهال د عامې روغتیا وزارت او رضاکارانو له لارې مونږ ته  رارسیږي،څرګندیږي چې افغانستان د کرونا بحران اوج او د فلاکت پړاو ته په نږدې کېدو او ددې ویروس منحني وضعیت په غټیدو او لوړیدو دی . مونږ ټول هغه څه ترسره کوو چې لازم دي او مخنیوی یې وکړو.

په دغه ویډیو کنفرانس کې د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مسوول هینري کرالي  جمهوررئیس غني ته ډاډ ورکړ  چې نړیوال بانک د افغانستان  حکومت د ټولو مهمو ملي برنامو  ملاتړ  کوي او موخه یې له کرونا ویروس څخه اغیزمنو شویو کورنیو باندې د منفي اغېزو راکمول دي .#