د پوهنوال سیداجان عتیق عبدیاني د وفات په مناسبت د جمهور رئیس محمداشرف غني د تسلیت پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم
نحمده و نصلی علی رسوله الکریم
په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفیعاتو رئیس پوهنوال سیداجان عتیق عبدیاني د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.
انا لله و انا الیه راجعون
استاد سیداجان عتیق عبدیاني د ننګرهار پوهنتون د استاد په توګه د هیواد د ځوانانو د تحصیل او مسلکي روزنې په برخه کې د قدر وړ خدمتونه وکړل ، د نوموړي مړینه یوه ضایعه ده.
د مرحوم پوهنوال عبدیاني کورنۍ، دوستانو، شاګردانو، همکارانو او د لوړو زده کړو وزارت رهبري او منسوبینو ته د نوموړي د وفات له امله خپل د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندوم او مرحوم ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت هیله کوم.
محمد اشرف غني
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت رئیس