جمهوررئیس د مشرانو جرګې رئیس سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

جمهوررئیس د مشرانو جرګې رئیس سره  د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار سره د ویډیو کنفرانس له لارې  د هېواد پر یو شمېر مسایلو خبرې وکړې.

د هېواد جمهور رئیس د مشرانو جرګې رئیس ته د نوموړي د مور بي بي د وفات له امله تسلیت ووایه او د ستر څښتن تعالی په دربار کې يې مرحومې ته د فردوس جنت هیله وکړه.

په دغه ویډیو کنفرانس کې چې په  ارګ کې ترسره شو، جمهوررئیس غني د مشرانو جرګې رئیس سره د هېواد د امنیتي او سیاسي وضعیت، سولې پروسې  او مشرانو جرګې سره په لاهمغږۍ او هراړخیزو  همکاریو بحث او خبرې وکړې.