جمهوررئیس غني د مشرانو جرګې رئیس او اداري پلاوي سره وکتل

جمهوررئیس غني د مشرانو جرګې رئیس او اداري پلاوي سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار او اداري پلاوي سره په ارګ کې وکتل. 

په دې کتنه کې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضیاالحق امرخېل د نظام د ملاتړ، د درې ګونونو قواوو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ او د ملي مسایلو او تصامیمو په برخه کې د مشرانو جرګې د ملاتړ او دریځ یادونه او قدرداني وکړه.

نوموړي وویل، د جمهوررئیس په لارښوونه یې ولسي جرګې او مشرانو جرګې ته د برابر درناوي لرلو او د توپیري چلند د مخنیوي په موخه له مشرانو جرګې سره له نږدې کار کړی او په دې برخه کې شته ستونزې به په اساسي توګه حل شي.

وروسته د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار د عمومي امنیتي وضعیت، د لویو لارو د امنیت د تامین، کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د ځانګړې شوې بودجې د شفافیت په اړه خپل وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

د مشرانو جرګې رئیس کرونا وبا سره د مبارزې او له هغه امله د رامنځته شویو منفي اقتصادي او اجتماعي اغېزو د مخنیوي په برخه کې د جمهوررئیس د هلو ځلو قدرداني وکړه او یو ځل بیا یې په ټینګار سره وویل چې مشرانو جرګه د نظام، ملي ګټو او د حکومت د ملي پالیسیو او برنامو ټینګه ملاتړې ده.   

جمهوررئیس غني د مشرانو جرګې رئیس او اداري پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، هیله ده تاسو ته ثابته شوې وي چې مشرانو جرګې ته درناوی زموږ د فرهنګ جز دی. همدارنګه یې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ته لارښوونه وکړه چې د لا ښې همغږۍ او همکارۍ لپاره دې لیکلی دستورالعمل ترتیب کړي، ترڅو دوه اړخیز اصول او مقررات لا واضح شي.

جمهوررئیس وویل، د کرونا وبا په لومړیو ورځو کې د اوازو له امله د خوراکي توکو نرخونه څو برابره لوړ شول، مګر دا مهال د خوراکي توکو هېڅ کمبود نشته او د دې لپاره د منځنۍ اسیا هیوادونو د همکارۍ ځانګړې مننه کوو. هغه زیاته کړه، تورخم، سپین بولدک او غلام خان بندرونه او هوایي دهلېزونه زموږ د صادراتو او مېوو پرمخ پرانیستل شوي.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، امنیتي او دفاعي ارګانونو ته د هیوادوالو د امنیت د لا ښه تامین په موخه لازمې لارښوونې شوي چې ډېر ژر به په دې برخه کې مثبت بدلونونه ولیدل شي او د ناامنۍ دغه څپه به هم د نورو هغو په څېر ماته شي.

جمهوررئیس د طالبانو ډلې له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالي ته په اشارې وویل، د تلپاتې سولې لپاره باید تاوتریخوالی  پایته ورسېږي او ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

محمداشرف غني د کرونا له امله د وفات شویو هیوادوالو روح ته دعا وکړه او د دوی کورنیو ته یې یو ځل بیا تسلیت ووایه. هغه زیاته کړه، هر چا چې د کرونا وبا سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې بودجه کې غفلت او فساد کړی وي، قانوني چلند به ورسره وشي. #