جمهوررئیس غني د عامې روغتیا وزارت رهبري پلاوي سره وکتل

جمهوررئیس غني د عامې روغتیا وزارت رهبري پلاوي سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماسپښين د عامې روغتیا وزارت رهبري پلاوي او د افغان ـ جاپان او محمد علي جناح روغتونونو مسوولینو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

په دې ویډیو کنفرانس کې چې په ارګ کې ترسره شو، د چارو ادارې عمومي رئیس او د بازرس ادارې رئیسې هم په کې حضور درلود، د ښو روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو او کرونا ویروس سره د اغېزناکې مبارزې په اړه خبرې وشوې.

د عامې روغتیا وزارت رهبري پلاوي، د خپلو فعالیتونو او ستونزو په اړه د خبرو ترڅنګ، افغان ـ جاپان او محمد علي جناح روغتونونو پرسونل ته د نا اجراء شویو معاشونو په اړه خپل وړاندیزونه جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررئیس غني د هغوی د خبرو او یادو وړاندیزونو تر اورېدو وروسته، د ډاکترانو او د روغتیایي خدمتونو د نورو کارکوونکو چې کرونا ویروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي، قدرداني وکړه او اړوندو ادارو ته یې دنده وسپارله چې هغوی ته پر وخت د معاشونو د ورکړې په برخه کې عاجل اقدامات وکړي او د خپلو اجراآتو راپور د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.

جمهوررئیس د بازرس ادارې ته لارښوونه وکړه چې کرونا ویروس سره د مبارزې له امکاناتو څخه د ناوړه استفادې په اړه لګول شوي تورونه په جدي ډول وارزوي او د موندنو پایلې جمهوري ریاست سره شریکې کړي.

همداراز د هیواد جمهوررئیس د چارو ادارې عمومي ریاست ته دنده وسپارله چې عامې روغتیا وزارت سره په همکارۍ د دې وزارت د اړتیاوو پوره کېدو موضوع تعقیب کړي.#